CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت بايد مثبت پرمختګ غنيمت وګڼي او مهربانې رويې دې وښيي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-26 16:18:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۲۵ مه نېټه د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مشرانو تر منځ د کتنې په اړه وويل، چين دې ته پاملرنه کوي چې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو تر منځ د کتنې په اړه نوي حالات څرګندوي چې د دواړو خواوو د مشرانو د کتنې د چمتوالي په ترڅ کې د نظريو پيچلتيا رامنځته شوې، هيله ده چې دواړه هېوادونه په دې وخت کې تر لاسه شوی مثبت پرمختګ غنيمت وګڼي، حوصله دې وکړي، مهربانې رويې دې وښيي او پر يو لوري دې د تګ هڅه وکړي.

هغه وويل، چې د کوريا ټاپووزمې په اړه د خبرو اترو اوسنی ثابت خالت تر ډېرو کوښښونو وروسته رامنځته شوی او اوسمهال د سياسي لارو چارو له لارې د کوريا ټاپووزمې مسئلې د حل بهير له ارزښتناکو تاريخي فرصتونو سره مخامخ دی. بېلا بېلې خواوې دې د ډيالوګ او سلامشورې له لارې له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو د پروسې د پياوړتيا لپاره مثبته هيله ښکاره کړي او کوښښ دې وکړي. د کوريا ټاپووزمې مسئلې په اړه د چين دريځ روښان او ثابت وي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای