د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۲۵ مه نېټه وويل، چې اوس د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت تر منځ رغنده خبرې اترې روانې دي او ښايي د ديموکراتيکې کوريا له مشر کيم جونګ اون سره د ده ليدنه د پلان له مخې تر سره کړي.
ټرمپ په همدې ورځ په ټويټر کې وويل، امريکا اوس له ديموکراتيکې کوريا سره د مشرانو تر منځ د کتنې په اړه رغنده خبرې اترې کوي. هغه زياته کړه چې ښايي دغه ليدنه د جون په ۱۲ مه نېټه په سينګاپور کې تر سره شي.
ټرمپ د روانې مياشتې په ۲۴ مه نېټه کيم جونګ اون ته په يو خلاص پيغام کې اعلان وکړ چې له کيم جونګ اون سره د ده هغه ملاقات لغوه کړي، کوم چې د راتلونکي جون په ۱۲مه نېټه په سينګاپور کې ترسره کېده. د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه په دې هکله وويل چې د امريکا دغه پرېکړه په کوريا ټاپووزمه او حتی نړۍ کې د سولې او ثبات د ساتلو په هکله د نړيوالې ټولنې له هيلو څخه سرغړونه ده،خو ديموکراتيکه کوريا غواړي چې هر وخت په هر ډول د دې مسئلې د حل وفصل لپاره له امريکا سره ګډې هڅې وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |