CRI Online

چين به په پر له پسې توګه د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز موافقه ليک د ساتنې او پلي کولو لپاره کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-26 16:47:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د مې په ۲۵مه نېټه چين، روسيې، بريټانيا، فرانسې، جرمني او ايران د اطريش په ويانا کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز موافقه ليک د ګډې کميټې ۹مه غونډه تر سره کړه چې په کې يې له ياد موافقه ليک څخه د امريکا تر وتلو وروسته د اغېرو او د دې موافقه ليک د پلي کېدو د راتلونکي پلان په هکله بحث وکړ.د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو د ادارې سرمنشي د يادې غونډې مشري وکوله،د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير او د روسيې،بريټانيا،فرانسې او جرمني اړوندو چارواکو په کې ګډون کړی و.د چين د بهرنيو چارو وزارت د پوځي چارو کنټرول رياست مشر وانګ چيون په مشرۍ پلاوي هم دغه غونډه کې ګډون درلود.

وانګ چيون وويل چې چين به په پر له پسې توګه د هراړخيز موافقه ليک د ساتنې او پلي کېدو لپاره کوښښ وکړي او هم غواړي له بېلا بېلو خواوو سره د دې لپاره همکاري پياوړې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای