CRI Online

شي جين پينګ د ۲۰۱۸ کال د سترو شمېرو چارو په اړه د چين نړيوال نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-26 16:59:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ۲۰۱۸ کال د سترو شمېرو چارو په اړه د چين نړيوال نندارتون د مې په ۲۶مه نېټه د ګوی جو ولايت په ګوي يانګ ښار کې پرانيستل شو.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ياد نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

په دغه پيغام کې شي جين پينګ ويلي چې اوس د انټرنېټ،سترو شمېرو او مصنوعي ځيرکتيا په استازيتوب د نوې ډول معلوماتي ټېکنالوژۍ د هرې ورځې په تېرېدو سره بدلون موندلی دی چې د بېلا بېلو هېوادونو پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ،ملي او ټولنيزې ادارې او د خلکو پر ژوند ستره او ژوره اغېزه کړې ده.هغه زياته کړې چې چين د سترو شمېرو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري.موږ د نوښت،همغږۍ،شين رنګ،ورخلاصون او د ګډو شريکولو د پرمختګ پر مفکورې ټينګار کوو او د قوي انټرنېټي هېواد ، ډيجټل چين او هوښيارې ټولنې د ابادولو په موخه په هراړخيزه توګه د چين د سترو شمېرو ستراتيژي پلې کوو څو له چټک زياتوالي څخه د لوړ کيفيت پرمختګ ته د چين اقتصاد د بدلولو لپاره خوځنده ځواک برابر شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای