د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د کوريا جمهوريت ولسمشرۍ ماڼۍ د مې په ۲۶مه نېټه وويل چې د دغه هېواد ولسمشر مون جې اين د همدې ورځې په ماسپښين د پنمونجون په شمالي خوا کې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د دولتي شورا له مشر کيم جونګ اون سره خبرې اترې وکړې او د پنمونجون اعلاميې د پلي کېدو او د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو ترمنځ د کتنې په اړه يې ورسره د نظريو تبادله وکړه.
د دواړو خواوو له سلامشورو سره سم به مون جې اين د روانې مياشتې د ۲۷مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو د يادو خبرو اترو پايلې اعلان کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |