د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د بورکينافاسو د بهرنيو چارو له وزير الپا باري سره خبرې اترې وکړې او د چين او بورکينافاسو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا اعادې په اړه يې ګډه اعلاميه لاسليک کړه.
وانګ يي وويل چې د بورکينافاسو حکومت په ياده اعلاميه کې دا منلې چې په نړۍ کې يوازې يو چين شته،د چين د ولسي جمهوريت حکومت د چين په استازيتوب يوازينې قانوني حکومت دی.تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده.چين د بورکينافاسو حکومت د سمې سياسي پرېکړې ستاينه کوي چې د زمانې له پرمختګ سره سمون لري.وانګ يي وويل چې د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالو اړيکو په اړه منل شوي مقرارت او د نړيوالې ټولنې ګډې نظريې دي او دا د چين لپاره له هر هېواد سره اړيکو ته د ودې ورکولو مخکښ شرط او سياسي بنسټ دی.
باري وويل چې نن ورځ يوه تاريخي ورځ ده،له چين سره د ډيپلوماتيکو اړيکو اعاده کېدل د بورکينافاسو خلکو له ارادې او ګټو سره سمون خوري. بورکينافاسو د يو چين پېژندنې اصل مني او دا هم مني چې د چين د ولسي جمهوريت حکومت د چين په استازيتوب يوازينې قانوني حکومت دی او تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |