د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روغتيا د ۷۱مې دورې نړيواله غونډه د مې په ۲۶مه نېټه په ژنيو کې پای ته ورسېده چې په کې د درې مليارډو روغتيايي موخو په اړه د راتلونکو ۵ کلونو ستراتيژيک پلان تصويب شو او د راتلونکو عملياتو لوری يې وټاکه.
د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادانوم غيبريسوس په همدې ورځ د يادې غونډې د پای په مراسمو کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه.په ياده غونډه کې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۳۰ کال پورې فزيکي فعاليت ته د ودې ورکولو په اړه د نړيوال عملياتي پلان مسوده هم تصويب شوه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |