د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي خبري اژانس د مې په ۲۷مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد لوړپوړي مشر کيم جونګ اون او د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جې اين د مې په ۲۶مه نېټه د پنمونجون په شمالي خوا کې خبرې اترې وکړې،دواړه خواوې د پنمونجون اعلاميې د ژر تر ژره پلي کېدو او د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د اړيکو او د ديموکراتيکې کوريا او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه والي په اړه موافقې ته رسېدلې دي.
کيم جونګ اون د ديموکراتيکې کوريا او امريکا د مشرانو ترمنځ د کتنې په اړه ټينګ هوډ څرګند کړ.دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د جون په لومړۍ نېټه د دواړو خواوو ترمنځ لوړپوړې خبرې اترې وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |