CRI Online

مون جې اين :د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت هيله لري چې د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ کتنه به په ټاکلي وخت کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-27 16:49:31

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جې اين د مې په ۲۷مه نېټه ددې هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ د کتنې پايلې اعلان کړې.هغه وويل ،دواړه خواوې هيله لري چې د جون په ۱۲مه نېټه به د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ کتنه په بريالۍ توګه تر سره شي او يو ځل بيا يې څرګنده کړه چې بايد ژر تر ژره د پنمونجون اعلاميه پلې شي.

د روانې مياشتې د ۲۶مې نېټې په ماسپښين د کوريا جمهوريت او ديمکراتيکې کوريا مشرانو د پنمونجون په شمالي خوا کې خبرې اترې وکړې او د پنمونجون اعلاميې د پلي کېدو او د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو ترمنځ د کتنې د تر سره کېدو په اړه يې ورسره د نظريو تبادله وکړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای