د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۲۶مه نېټه وويل چې هغه په ټاکلي وخت کې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت له لوړ پوړي مشر کيم جونګ اون سره ليدنې ته په تمه دی.هغه د همدې ورځې په شپه په سپينې ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل چې اوس د امريکا د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ د کتنې د تياري کارونه په سالم ډول روان دي.امريکا هيله لري چې ياده کتنه به د راتلونکي جون په ۱۲مه نېټه په سينګاپور کې تر سره شي.
له دې مخکې سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د کتنې د تياريانو په اړه د سپينې ماڼۍ ډله به له پلان سره سم سينګاپور ته ولاړه شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |