د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه وويل چې د امريکا کاري ډله د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ته رسيدلې او د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ملاقات لپاره يې تيارياني نيولې دي.
ټرمپ په همدې ورځ په حپل ټويټر وويل چې د امريکا کاري ډله ديموکراتيکې کوريا ته رسېدلې او د ده او د ديموکراتيکې کوريا د لوړ پوړي مشر کيم جونګ اون ترمنځ د ملاقات لپاره لازم ترتيبات چمتو کړی دی .
امريکا، ديموکراتيکې کوريا او د کوريا جمهوريت په دې وروستيو ورځو کې هيله وښودله چې له مهالويش سره سم ياد ملاقات د جون په ۱۲مه نېټه په سينګاپور کې تر سره شي. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |