د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د می په ۲۸مه نېټه د بهرنيو چارو وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا اتلسمې دورې غونډه به د جون له ۹مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د شان دونګ ولايت په چينګ داو ښار کې تر سره شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د دې غونډې مشري وکړي او په اړوندو فعاليتونو کې به ګډون وکړي. د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو او کتونکو هېوادونو مشران او د اړوندو نړيوالو سازمانونو مسئولين به په بلنو سره په ياده غونډه کې ګډون ولري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |