CRI Online

افغانستان په نژدې دوو مياشتو کې له ۷۰۰ تنو نه زيات د نشه يي توکو قاچاقبر نيولي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-28 10:24:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي په دې وروستيو کې خبري رسنيو ته وويل، چې افغان پوليسو په تېرو دوو مياشتو کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزې په عملياتو کې لږ تر لږه ۷۰۰ تنه د نشه يي توکو قاچاقبر او ګڼ شمېر نشه يي توکي نيولي دي، نو دغه عمليات اغېزمن دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال عبدالخليل بختيار وويل، چې افغان پوليسو په تېرو دوو مياشتو کې په هېواد کې د نشه يي توکو د ليری کولو په موخه له ۶۰۰ ځلو نه زيات عمليات تر سره کړي او ۶۸ ټنه ډول ډول نشه يي توکي يې نيولي او د نشه يي توکيو د جوړولو ځينې ځايونه يې له منځه وړي دي. د کوکنارو د ځمکو د پاکولو په شمول د نشه يي توکو د له منځه وړلو عمليات به دوام ولري.

(ياسمين)   

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای