د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د قرغيزستان ولسمشر سورنبای زهينبيکوف،د قزاکستان ولسمشرنورسلطان نظربايف،د روسيي ولسمشر ولاديمير پوتين به د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا د اتلسمې دورې په غونډه کې ګډون وکړي او د جون له شپږمې نيټې څخه تر لسمې نيټې پورې به له چين څخه رسمي ليدنې وکړي.د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر حسن روحاني به هم په ياده غونډه کې د ګډون ترڅنګ له چين څخه کاري ليدنه وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |