د سينهوا اژانس د خبر له مخې اسرائيلي ټانکونو د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه د غزې په جنوب پر رفاه سيمې د توپونو ډزې وکړې.په غزه کې د فلسطين د روغتيا وزارت وياند اشرف کارديلا وويل چې د دې ډزو له امله درې تنه فلسطيني وسله وال وژل شوي دي.
دغه وياند د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې اسرائيلي پوځ په همدې ورځ پر دې سيمې د توپونو ډزې وکړې چې له امله دوه فلسطينيان وژل شوي او يو تن بل د سختو ټپونوله امله مړ شوی دی.
تر دې وروسته د جهاد په اړه د القدس پوځ په نوم وسله والې ډلې وويل چې ياد درې مړه شوي کسان د دې ډلې وسله وال وو.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |