CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د چين د شي شا ټاپوګانو سمندرګي ته د امريکا پوځي بېړيو د ننوتنې په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-28 10:26:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د می په ۲۷مه نېټه د چين د شي شا ټاپوګانو سمندرګي ته د امريکا پوځي بېړيو د بې اجازې ننوتنې په اړه د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو پر مهال وويل، چې چين د امريکا د دغه عمل په مقابل سخته ناخوښي او ټينګ مخالفت څرګندوي او له امريکا څخه کلکه غوښتنه کوي چې سمدلاسه له داسې لمسونونکو کړو وړو څخه لاس واخلي چې د چين پر ملي حاکميت تېری کوونکي او د چين امنيت لپاره خطر لري.

د خبريال پوښتنه دا وه چې د خبر له مخې، د می په ۲۷مه نېټه د هيګينس او انتيتام په نامه دوه امريکايي پوځي بېړۍ د چين د شي شا ټاپوګانو سمندرګي ته ننوتلې، چين په دې هکله څه نظر لري؟

لو کانګ وويل، چې يادې امريکايي پوځي بېړۍ د چين حکومت د اجازې پرته د چين د شي شا ټاپوګانو سمندرګي ته ننوتلې وې. د چين سمندري ځواکونو د قانون سره سم امريکايي پوځي بېړۍ پېژندلې او د خبرداري د ورکولو له لارې يې دغې بېړۍ شړلې وې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای