د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند کيسې يعنې په ګوانګ دونګ کې د نوې زمانې لپاره د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د افکارو د تمريناتو په عنوان معلوماتي ناسته د می په ۲۷ مه نېټه د ګوانګ دونګ په شن جن ښار کې تر سره شوه. د دې ناستې اصلي موضوع دا ده چې د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسي د معاصر چين د برخليک کليدي عمل دی، موخه يې د چين کمونېست ګوند او د نړۍ د سياسي ګوندونو ترمنځ د ډيالوګ له لارې د بهرنيو ګوندونو برخوالو استازو ته د داسې معلوماتو ورپېژندل دي چې ګوانګ دونګ ولايت د نوې زمانې لپاره د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د افکارو په رڼا کې د اصلاحاتو او ورخلاصون له لارې د نويو پرمختګونو تمرينات او تجربې تر لاسه کړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |