CRI Online

وانګ يانګ د بورکينافاسو د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-28 15:00:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميتې مشر وانګ يانګ د می په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې د بورکينافاسو د بهرنيو چارو له وزير الفا باري سره وکتل. هغه په دې کتنه کې وويل، چين هيله لري چې له بورکينافاسو سره د خپلمنځي اړيکو د سالم ټينګښت لپاره ګډې هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ نوې پاڼه واړوي.

وانګ يانګ لومړی د بورکينافاسو ولسمشر ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې وړاندې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د اعاده کېدو په مناسبت يې مبارکي څرګنده کړه. وانګ يانګ وويل، چې د بورکينافاسو حکومت له خوا د يو چين پېژندنې د اصل منل او له چين سره د سياسي اړيکو د اعاده کولو پريکړه د زمانې له جريان سره او د نړيوالې ټولنې له ګډو نظريو سره سمون لري. چين د دې هرکلی کوي چې بورکينافاسو به په سپتمبر کې د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د بېجينګ په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي، او هيله لري چې بورکينافاسو به د دې غونډې په برياليتوب کې مثبت رول ولوبوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای