CRI Online

د اسيايي انکشاف بانک: له يو کمربند او يوې لارې سره به د سيمې ترانسپورټي پيوستون د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-28 15:03:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نړۍ د راتلونکو پولي چارو د دوهمې دورې سرمشريزه غونډه او د اسيايي بانکي مشرانو د نولسمې دورې سرمشريزه غونده د می له ۲۴مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د ډيجتلي اقتصاد لارښوونکی توان، د نړيوالو معاملو شکل بياجوړونه، انټرنيټي امنيت او د يو کمربند او يوې لارې د څلورو لويو صنعتونو اصلاحات د توجه ټکي وو. د می په ۲۵مه نېټه د نړيوالو معاملو د بيا جوړونې په فرعي فورم کې، د اسيايي انکشاف بانک د مشر لوړ پوړي سلاکار ايومي کونيشي تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه چې د اسيايي انکشاف بانک څنګه کولی شي د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په چوکاټ کې له اړوندو خواو سره همکاري وکړي.

نوموړي وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې چين به اقتصادي ورخلاصون پياوړی کړي، او د نړيوال اقتصاد د لا پرانستنې غوښتنه يې هم کړې ده. د اسيايي انکشاف بانک د يو کمربند او يوې لارې وړانديز هرکلی کوي او هيله لري چې ټول کسان د نورو زياتو ارګانونو ترمنځ د همکارۍ لپاره ګډې هڅې وکړي، څو چې نور زيات هېوادونه شتمن شي او له توليداتو او خدمتونو څخه به يې برخمن شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای