CRI Online

د چين مرکزي دولتي تصدۍ په بهر کې د ټولنيزو مسئوليتونو د پوره کولو مفکوره لري

cri     (GMT+08:00) 2018-05-28 15:10:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د چين د مرکزي دولتي تصديو د ټولنيزو مسئوليتونو فورم يعنې د چين د دولتي سرمايې د کميټې د ټولنيزو مسئوليتونو د مضمونونو د پيل غونډه د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه.په دې غونډه کې د ۲۰۱۷ کال لپاره په نورو هېوادونو کې د چين د مرکزي دولتي تصديو د ټولنيزو مسئوليتونو د څېړنې د راپور له مخې چې د چين د ټولنيزو علومو د اکاډمۍ د اقتصادي علومو د څانګې په اړه د تصديو د ټولنيزو مسئوليتونو د څېړنيز مرکز له خوا خپور شوی، د چين مرکزي تصدۍ په معمولي توګه په نورو هېوادونو کې د ټولنيزو مسئوليتونو د پوره کولو مفکوره لري.

په دې راپور کې د ټولنيزو مسئوليتونو د ادارې په هکله له ۷۲ چيني مرکزي دولتي تصديو څخه د نظر پوښتنې پربنسټ د اورګانونو د ادارې، بشري حقونو، د کارګرو عملونو، چاپيريال،عادلانه ادارې، مصرفي مسئلو او د استوګنې سيمو په چارو کې د ګډون او د دغو چارو د پرمختګ په شمول اوو برخو کې د يادو تصديو له خوا د بهرنيو ټولنيزو مسئوليتونو د پوره کولو په باب معلومات وړاندې شوي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای