CRI Online

مون جای اين له کيم جونګ اون سره موافقه کړې چې د کيم جونګ اون او ټرمپ ترمنځ د خبرو اترو د عملي کېدو لپاره به په ګډه کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-28 16:30:16
مون جای اين له کيم جونګ اون سره موافقه کړې چې د کيم جونګ اون او ټرمپ ترمنځ د خبرو اترو د عملي کېدو لپاره به په ګډه کوښښونه وکړي

د چين نړيوالې راډیو د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين د مې په ۲۷مه نېټه په یوه خبري ناسته کې يوه ورځ مخکې له کيم جونګ اون سره د ملاقات حالات بيان کړل. مون جای این وويل، دواړو مشرانو ګډه نظريه څرګنده کړه چې د کوریا ديموکراتيک ولسي جمهوریت او امریکا د مشرانو ترمنځ ملاقات بايد په برياليتوب سره ترسره شي، دوی به د دې لپاره په دوامداره توګه نږدې همکاري وکړي.

د مې د ۲۷مې نېټې سهار په لسو بجو مون جای این په چيون وا دای کې خبریالانو ته وویل، دا په يوه میاشت کې د ده او د ديموکراتيکې کوريا د دولتي شورا د مشر کيم جونګ اون ترمنځ دوهم ملاقات و او د کيم جونګ اون په غوښتنه ترسره شو. ده وويل

((مشر کيم جونګ اون دوه ورځې مخکې د دې ملاقات د ترسره کېدو غوښتنه وړاندې کړې وه او دغه غوښتنه مې پوره کړه. له اوږدې مودې راهیسې، پر دې مې ټینګار کړې چې باید د خبرو اترو له لارې د دیموکراتیکې کوریا او د کوریا جمهوریت ترمنځ توپیرونه ليرې او حل شي، دا هم د تيرې اپريل میاشتې په ۲۷مه نېته د پانمونجومون په اعلامیه کې ليکل شوې وه. نو فکر کوم پرون زموږ ملاقات د ملګرو ترمنځ ملاقات و، او زما په اند، د دیموکراتیکې کوريا او کوریا جمهوریت مشران باید په دغه لاره ملاقات وکړي.))

مون جای این دې ته اشاره وکړه، په دې ملاقات کې يې له کیم جونګ اون سره د دیموکراتیکې کوریا او امريکا د مشرانو ترمنځ د ملاقات په اړه صادقانه خبرې اترې وکړې. مون جای این د خبرو اترو په ترڅ کې تېره اوونۍ کې له ډونالډ ترمپ سره د ملاقات حالات کیم جونګ اون ته وړاندې کړل. ټرمپ ويلي، که کیم جونګ اون له ذروي وسلو څخه د لاس اخیستلو پوره اراده څرګنده کړي، امریکا به له دیموکراتیکې کوریا سره د اوږد وخت مخامختیا وضعیت ختم کړي او ورسره به اقتصادي همکارۍ وکړي. مون جای این وويل، د دیموکراتیکې کوریا او امریکا مشران دواړه د خپلمنځي ملاقات په اړه جدي نیت لري. ده وويل

((د یادولو وړ ده چې مشر کیم جونګ اون او ولسمشر ټرمپ دواړو د خپلمنځي ملاقات په بریاليتوب سره د ترسره کېدو په اړه جدي نیت څرګند کړ. نو پر دې ټینګار کوم چې دوی دواړه خواوې باید د خپلمنځي سوتفاهم د له منځه وړلو لپاره مستقيم دیالوګ ترسره کړي. برسیره پر دې، دواړه خواوې باید لوړپوړي کاري خبرې اترې ترسره کړي چې د دواړو مشرانو د ملاقات د جزییاتو په اړه د نظریو تبادلې وکړي. مشر کیم جونګ اون زما له نظریو سره موافقه کړې ده. ))

مون جای این وويل، کیم جونګ اون په پروني ملاقات کې یو ځل بیا په کوريا ټاپووزمې کې د ذروی وسلو د پاکوالي د عملي کولو په اړه ټينګه اراده څرګنده کړې ده. هغه وويل

((مشر کیم جونګ اون د پانموجومون تر خبرو اترو وروسته یو ځل بيا په کوريا ټاپووزمې کې د ذروي وسلو د پاکوالي د عملي کولو په اړه ټينګه اراده څرګنده کړه. هغه هم پر خپلې هيلې ټينګار وکړ چې د دیموکراتیکې کوریا او امریکا د مشرانو ترمنځ د ملاقات له لارې د کوریا ټاپووزمې د جګړې او احتجاج وضعیت ختم شي او د دیموکراتیکې کوريا د سولې او سمسورتیا لپاره به له امریکا سره همکاري وکړي. موږ ګډ نظر لرو چې د دیموکراتیکې کوریا او امریکا د مشرانو ترمنځ خبرې اترې چې ټاکل شوې د راتلونکې جون په ۱۲مه نېټه به ترسره شي، باید له پلان سره سم په بریاليتوب سره ترسره شي. په کوريا ټاپووزمې کې د ذروي وسلو د پاکوالي او د سولې د دايمي ميکانیزم د جوړولو بهیر دې بند نه شي. نو موږ دواړه خواوې به نږدې همکارۍ وکړو. ))

مون جای این وويل، هغه له کیم جونګ اون سره موافقه کړې چې د راتلونکې جون په لومړۍ نېټه به د لوړې کچې خبرې اترې بيا وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای