CRI Online

شي جين پينګ:موږ بايد په نړۍ کې د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخو کې د يو پياوړي هېواد د ابادۍ لپاره کوښښ وکړو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-28 17:05:28

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د علومو اکاډمۍ اکاډميشنانو ۱۹مه غونډه او د چين د پروژو اکاډمۍ اکاډميشنانو ۱۴مه غونډه د مې د ۲۸مې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه.د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون عمومي منشي،د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين د غښتلتوب او بيا اعادې لپاره بايد په پوره توګه علمي تخنيکونو ته وده ورکړو څو چين په نړۍ کې عمده علمي مرکز او نوښت لرونکې سيمه وګرځي.

رئيس شي جين پينګ وويل چې موږ بايد په بشپړه توګه پوه شو چې نوښت لومړی خوځنده ځواک دی چې د لوړ کيفيت لرونکي ساينس او ټېکنالوژۍ او د عصري اقتصادي سيسټم د جوړولو لپاره ملاتړ برابروي.موږ بايد پر خپلواک نوښت ټينګار وکړو او د نوښت د ټينګ هوډ په نيولو سره د خپلواک نوښت توان پياوړی کړواو بايد په ژوره توګه د ګردې نړۍ د ساينس او ټېکنالوژۍ په اداره کې ګډون وکړو ،د چين ځيرکتيا دې برابره کړو او د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره دې خدمتونه وکړو

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای