د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د مې په ۲۸ مه نېټه اعلان وکړ، چې د المان د بهرنيو چارو وزير هېکو جوسېف ماس، د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو د لوړپوړي استازې فيديريکا موغيريني او د جنوبي افريقا د نړيوالو اړيکو او همکارۍ وزير لينديو سيسولو په بلنه به د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې له ۳۰ مې نېټې څخه د جون تر ۵ مې نېټې پورې له المان څخه ليدنه وکړي او په بروکسيل کې د چين او اروپا تر منځ د ۸مې دورې په لوړپوری ستراتيژيک ډيالوګ کې به ګډون وکړي. او ورپسې به نوموړی له جنوبي افريقا څخه ليدنه وکړي او هلته به د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون ولري.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |