د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند په کوربتوب دکارل مارکس د زيږېدنې د ۲۰۰ کاليزې د يادونې په غرض ځانګړی سمينار چې د بېلا بېلو هېوادونو د کمونېست ګوندونو پکې ګډون کړی ،د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه په شن جن ښار کې پيل شو .د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې په انساني اډيالوژيکي تاريخ کې د علم،باطل، اغيزې او د خپرېدو اندازې له لحاظه هېڅ اډيالوژيکي تيوري د مارکسيزم په شان لوړې سويې ته نه دي رسيدلی او پر نړۍ يې دومره ستره اغيزه کړې وه.د چين د کمونېست ګوند تل په علمي رويه له علومو سره چلند کړی او د باطل د پيدا کولو لپاره يې ډېرې هڅې کړې او په ناستومانه کېدونکو کوششونو سره يې د مارکسيزم چيني کېدنه، زمانيز کيدنه او عامېدنه پرمخبيولی چې يو لړ تيوريزې لاسته راوړنې ورڅخه تر لاسه شوي او د چين خصوصيت لرونکي سوسياليزم نوې زمانې ته داخل شوی او ور څخه په ۲۱مه پېړۍ کې د علمي سوسياليزم غښتلی او خوځنده ځواک څرګند شوی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |