د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د روانې میاشتې په ۲۸ مه نېټه د اپوزیسیون ګوند له مشر خورشید شاه سره په یوه ګډه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې دواړو خواوو په دې موافقه وکړه چې د سترې محکمې پخوانی مشر ناصر الملک به د موقت حکومت صدراعظم شي.
د پاکستان د اوسني حکومت ماموریت به د روانې میاشتې تر پایه ختم شي او د پارلمان انتخابات به د جولای په ۲۵ مه نیټه ترسره شي چې په هغه وخت کې به نوی صدراعظم او کابینه رامنځته شي. په دې موده کې به موقت حکومت هیواد اداره کړي او د انتخاباتو تشکیلات او څارنه به هم وکړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |