CRI Online

اشرف غني له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان له وچکالۍ ځپلو سيمو سره مرستې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-29 10:16:00
اشرف غني له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان له وچکالۍ ځپلو سيمو سره مرستې وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د مې په ۲۸مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د دې هېواد وچکالۍ ته ډېره پاملرنه وکړي او له وچکالۍ ځپلو سيمو سره بشردوستي مرستې وکړي.

غني په همدې ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نړيوالو سازمانونو له استازو سره ملاقات وکړ او په خپلو خبرو کې يې وويل، د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې لږ تر لږه ۱۶ ولايتونه له وچکالۍ سره مخ دي او د خلکو ژوند او مالداري يې د اوبو کمښت له سختو ستونزو سره مخ دي. که څه هم افغان حکومت وچکالۍ ځپلو سيمو ته مرستندويه مواد ليږدولي، خو د ځايي وګړيو د ستونزو د ليرې کولو لپاره کافي نه دي.

غني له اړوندو نړيوالو سازمانونو او خيريه موسيسو څخه مننه څرګنده کړه چې مصيبت ځپلو سيمو ته يې مرستې برابرې کړې دي. هغه پر اړوندو خواوو غږ وکړ چې په بېلا بېلو سيمو کې د افغان حکومت له مرستندويه کارونو سره همکارۍ وکړي او له ځايي وګړيو سره مرسته وکړي چې دغه ستونزه ليرې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای