CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان د انساني برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ نمونه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-05-29 15:05:12

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا د ۱۸مې دورې غونډه به د جون له نهمې نيټې څخه تر لسمې نيټې پورې د شان دونګ ولايت په چينګ داو ښار کې تر سره شي چې دا به د دې سازمان د غړو هېوادونو تر زياتېدو وروسته لومړۍ سرمشريزه غونډه هم وي.د ايران شاهدبهشتي پوهنتون د سيمه ييزو مسئلو د څېړنيز مرکز مرستيال پروفيسر محسن شارياتنيا په دې وروستيو ورځو کې زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د شانګهای همکارۍ سازمان د انساني برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ نمونه ده.د شانګهای روحيه په سوله کې د ګډ ژوند په هکله د چين له خوا له وړاندې شويو پنځو اصولو سره نژدې اړيکې لري.

محسن په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې ياد سازمان له دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې له هغو لږ شمېر نړيوالو سازمانونو څخه يو دی چې د لويديځو هېوادونو له غوښتنې پرته جوړ شوی دی، او د نړيوالې سولې او ثبات د پرمخبيولو لپاره د ختيځو هېوادونو په تېره بيا د چين له خوا تر سره شوی خدمت هم دی.محسن وويل(اواز...........) د شانګهای همکارۍ سازمان د انساني برخليک د ګډې ټولنې نمونه ده.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي و چې مونږ په يوه داسې نړۍ کې ګډ ژوند کوو چې يو پر بل تکيه کوو، نو ځکه مونږ بايد په دې نړۍ او ګډه ټولنه کې د سولې او ثبات د پرمخبيولو لپاره ځيني سازمانونه جوړ کړو.د دې له لحاظه زه باور لرم چې په نژدې راتلونکې کې به د شانګهای همکارۍ سازمان د دغې ټولنې د ابادۍ لپاره يوه بېلګه وي.

هغه زياته کړه چې د دې سازمان له جوړېدو راهيسې د غړو هېوادونو شمېر نه يوازې د لومړي ځل لپاره زيات شوی بلکې همکاريز مضمونونه يې هم د امنيت او د ترهګرۍ پر ضد له مبارزې څخه د سياست، اقتصاد، امنيت ،کلتور او ولسي تګ راتګ په شمول ډېرو برخو ته هم پراخ شوي دي.د ده په اند د دغو مضمونونو پراخوالی د ياد سازمان د غړو هېوادونو د عمومي ځواک له پياوړتيا سره اړيکې لري. اوس مهال د اروپايي او اسيايي لويې وچې په ختيځه سيمه کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پرمخبيولو لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان په شان اوزګانونو ته اړتيا لري.هغه وويل(اواز.......)د شانګهای همکارۍ سازمان د دې وچې په ختيځه سيمه کې د منظمې ډلې د جوړېدو لپاره يو مهم ګام دی . مونږ دا معلومات لرو چې د دې لويې وچې په لويديځ کې اروپايي ټولنې يو ډول منظم او ګډه امنيتي ډله جوړه کړې ، خو په ختيځ کې هېڅ داسې منظمه ټولنه نه شته او د شانګهای همکارۍ سازمان په دې سيمه کې د همدغه منظم د جوړېدو لپاره يو مهم ګام اوچټ کړی دی.مونږ د سولې او ثبات د پرمخبيولو لپاره د دې سازمان په شان ميکانيزمونو ته اړتيا لرو تر څو د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړی شي.

د دې سازمان د جوړېدو له ۱۷ کلونو راهيسې يې د متقابل باور، ګډو ګټو، مساواتو ، مشورو، د څو ډولو مدنيتونو د درناوي او د ګډ پرمختګ لټولو په اړه پر شانګهای روحيې ټينګار کړی او کوي يې. د دې روحيې د يادونې په ترڅ کې محسن وويل چې د شانګهای روحيه په سوله کې د ګډ ژوند په هکله د چين له خوا له وړاندې شويو پنځو اصولو سره نژدې اړيکې لري او د توپيرونو د سوله ييز حل وفصل او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره يې يوه بېلګه برابره کړې ده.هغه وويل(اواز.........)د شانګهای روحيه په سوله کې د ګډ ژوند په هکله د چين له پنځو اصولو سره تړاو لري چې مخکې له مخکې د چين د فقيد صدراعظم جو ين لای له خوا وړاندې شوي وو.زما په اند د شانګهای روحيه به په راتلونکو څو کلونو کې د توپيرونو د لېری کولو او د همکاريو د پياوړتيا لپاره له ډېرو وسيلو څخه يوه مهمه وسيله وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای