CRI Online

د لوګر ولايت په ځانمرګي بريد کې درې پوليس ووژل شول.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-30 14:32:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د می په ۳۰مه نېټه د افغانستان د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې يو ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې د دريو پوليسو په شمول لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او اته تنه عام وګړي ټپيان شوي دي.

د ځايي پوليسو مسؤل شاه پور احمدزي وويل، چې دغه بريد د همدې ورځې د سهار په پنځو بجو د دغه ښار د لومړۍ حوزې د پوليسو يوې ادارې ته نژدې وشو. په وژل شويو کسانو کې د دغې ادارې يو عالي رتبه چارواکی هم شامل دی. د دې بريد په شاوخوا سيمه کې يو شمېر ودانۍ هم ويجاړې شوې دي.

د دغه ولايت وياند خالد ساپي په همدې ورځ وويل، چې لږ تر لږه دری بريدګرو په دغه بريد کې ګډون کړی و چې په دې جمله کې يو تن د بم د چاودلو په وخت کې ووژل شو او دوه تنه نور يې له پوليسو سره د جګړې په ترڅ کې ووژل شول.

د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، وسله والو طالبانو د دې بريد مسؤليت منلی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای