CRI Online

د چين په خدمتي چارو کې ورخلاصون د بهرنيانو لخوا وستايل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-30 16:36:36
د چين په خدمتي چارو کې ورخلاصون د بهرنيانو لخوا وستايل شو

د چین د سوداګرۍ وزير جونګ شان څو ورځې مخکې په بېجينګ کې د خدمتي سوداګرۍ د پنځم نړيوال نندارتون په سرمشريزه غونډه کې وويل، بايد د خدمتي سوداګرۍ په چارو کې ورخلاصون لا وهڅول شي. په دې نندارتون کې ګډون کوونکو بهرنيو شرکتونو هم په وروستيو څو کلونو کې په خدمتي چارو کې د چين پرانيستي تدبيرونه وستايل او و يې ويل، دوی د چيني بازار په سمسورتیا پوره باور لري او هيله لري چې د خدمتي سوداګرۍ په برخه کې له چين سره همکارۍ لا نږدې کړي.

د اونو پارک په نوم د ليتوانيا يو شرکت د بالتيک سمندر په سيمه کې د ساعتيرۍ پارک د تجهیزاتو تر ټولو لوی ډيزاين کوونکي شرکت دی. دغه شرکت په ۲۰۱۳ کال کې چيني بازار ته ننوتلی او تر اوسه پورې په چين کې يې د ماجراجويي پارک شپږ پروژې بشپړې کړې دي. په چين کې د دې شرکت استازې جاو نا وويل چې د یو کمربند او یوې لارې د وړاندیز د تطبیق په رڼا کې نوموړي شرکت ته د پرمختګ نوی فرصت او بازار رسول شوی دی.

(( د یو کمربند او یوې لارې د وړاندیز د تطبیق سره سم د هيواد په دننه او بهر کې د روان نندارتون غوندې د ختیځې اروپا هیوادونو د ګډون فعالیتونه ډیر دي ، د مثال په توګه لیتوانیا یو وړوکی هیواد دی او د لیتوانیا په هکله د برخوالو مالومات زيات شوي او ورپسې له دغه هیواد سره د اقتصاد او سوداګرۍ همکارۍ په هکله نوې نظريې او هیلې ورو ورو راپیدا کيږي. لیتوانیا یوازې دوه ملیونه اته لکه تنه نفوس لري، خو دا ډول ماجراجویی پارکونه شلو ته رسیدلي دي ، که د دغه تناسب سره سم په چين کی باید یو لک داسې پارکونه جوړ شي، نو ویل کيږي چې زموږ لپاره چین یو لوی بازار دی . ))

پرته له تصديو نه، په چین کې د ایرلند سفارت د اقتصادي همکارۍ چارواکي لین جه وویل چې په روان نندارتون کې د ایرلند د ګډون هیله دا ده چې په پولي خدمت، ښوونه او سیلانۍ کې د ایرلند غوره والی په پوره توګه چین ته وښودل شي. ده وويل

((د پولي خدمتونو په شان، ایرلند په اروپا کې د پولي خدمت پنځم لوی مرکز دی او د چین او ایرلند د علمي او تخنیکي پانګونې صندوق چې د دواړو هيوادو لخوا جوړ شوی، په ۲۰۱۴ کال کې سل ملیونه امریکایي ډالره پانګې درلودې، د دومره ګټو د تر لاسه کولو لامل يې دا دی دغه صندوق د دواړو هېوادونو په علمي شرکتونو کې پانګونې کړې وې. سږ کال د دې صندوق دوهمه مرحله جوړه شوې او د پانګونو اندازه به يې ۱۵۰ مليونو يورو ته ورسېږي. ))

د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان څو ورځې مخکې د روان نندارتون د خدمتي سوداګرۍ په سرمشريزه غونډه کې وويل، بايد د خدمتي چارو د ورخلاصون بهير لا چټک شي. د امريکا د نړيوالې سوداګريزې ټولنې اجرائيوي مشر چن جيا هاو وويل، د چين د خدمتي چارو په لا پرانيستې سره به په امريکا کې د روزګار فرصتونه لا زيات شي او د امريکا اقتصاد به لا پياوړی شي. ده وويل

((د خدمتي سوداګرۍ په برخه کې چين او امريکا په نړۍ کې تر ټولو لوی هېوادونه دي چې يو د بل کمښت پوره کولای شي، د مثال په توګه، د امريکا د توکو د حمل و نقل چارو، قانوني چارو او طبي چارو له چين سره په همکارۍ کې ډېر سوداګريز فرصتونه پيدا کړي، ډېرو شرکتونو د چين د پرانيستې له فرصت څخه زياتې ګټې اخيستې دي. د ډېرو امريکايي شرکتونو ګټې زياتې شوې، دغه راز دا د امريکايانو د روزګار د زياتېدو معنا هم لري. ))

د چين د دولتي شورا د پرمختګ د څېړنيز مرکز پخواني معين ليو شه جين وويل، د چين د خدمتي چارو په تېره بيا په توليدي چارو کې د خدمتي چارو پرمختګ د پرمختللو هېوادونو په نسبت لا هم وروسته پاتې دی، نو د ورخلاصون په اثر به چيني شرکتونو ته د زده کړې او پرمختګ ګټور فرصتونه برابر شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای