CRI Online

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له ۴۰ کلنو تجربو څخه څرګنديږي چې د سولې او پرمختګ په هکله د چين فقيد مشر دنګ شياو پينګ له خوا برابر شوی موډل بريالی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-05-31 14:26:40

د ۲۰۱۸ کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ستر بهير د پيل له ۴۰ مې کاليزې سره برابر دی .د ايران د شاهد بهشتي پوهتون د سيمه ييزو مسئلو د څېړنيز انسټيټيوټ مرستيال پروفيسر محسن شارياتنيا په دې وروستيو ورځو کې زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له ۴۰ کلنو تجربو څخه ښکاري چې د سولې او پرمختګ په هکله د چين فقيد مشر دنګ شياو پينګ له خوا برابر شوی موډل د ثبات د ساتلو په حال کې د ثابت پرمختګ د موندلو لپاره يو بريالی موډل دی.

محسن وويل چې د چين ۴۰کلنو اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د نړيوال پرمختګ په تېره بيا د ځينو پرمختيايي هېوادونو لپاره يې ډېرې تجربې برابرې کړي دي او ځانګړتياوې يې دا دي چې چين د ثبات ساتلو ترڅنګ ګام په ګام اصلاحات او ورخلاصون پرمخبيولي دي.هغه وويل(اواز.........) لومړی ،چين ګام په ګام اصلاحات پرمخبيولي دي.د چين حکومت نړۍ ته خپله دروازه خلاصه کړې او ګام په ګام يې اصلاحات تر سره کړي چې لومړی يې ځانګړې اقتصادي سيمه جوړه کړه او ور پسې يې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې ګډون وکړ او تر هغه وروسته يې له بېلا بېلو هېوادونو او سازمانونو سره د ادازې سوداګرۍ تړونونه لاسليک کړل چې د چينايانو او نړۍ لپاره يې فرصتونه برابر کړي دي. دوهم اقتصادي پرمختګ د ديپلوماتيکو تګلارو پرمختګ ته اړتيا لري.د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له پلي کېدو راهيسې د دنګ شياو پينګ ، جيانګ ځه مين، هو جين تاو او شي جين پينګ په شمول چيني مشرانو پرمختيايي ديپلوماتيکه تګلاره غوره کړې او د چين د پرمختګ لپاره يې په بهر کې ښه چاپيريال برابر کړی دی او کوي يې.باور لرم چې بېلا بېلو هېوادونو د سولې او پرمختګ په هکله د فقيد مشر دنګ شياو پينګ له خوا وړاندې شوی موډل درک کړی دی چې دا د ثبات ساتلو په حال کې د ثابت پرمختګ لپاره يو بريالی موډل دی.

هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د اصلاحاتو او ورخلاصون له ۴۰ کلونو په دېخوا د چين اقتصادي جوړښت په برياليتوب سره له پلانيز اقتصاد څخه پر بازاري اقتصاد بدل شوی دی او اوس چيني حکومت له يوې نړيوالې فابريکې څخه د مصرف او نوښت تر اغيزې لاندې پر نوي عادي اقتصادي جوړښت د بدلېدو لپاره هڅې کوي چې دغه بدلون د چين او حتی د ټولې نړۍ لپاره د اهميت وړ دی. محسن وويل(اواز...........)اوس چين غواړي چې پخواني موډل بدل کړي . په تېره بيا د رئيس شي جين پينګ د ماموريت مودې له پيل راهيسې د چين حکومت له ټيټې سويې لرونکي توليد پرته د مصرف تر لارښوونې لاندې د نوښت پربنسټ د اقتصادي پرمختيايي موډل د جوړولو لپاره هلې ځلې کړي او کوي يې. په نژدې راتلونکې کې به د چين عمده اقتصادي مضمون له نوي حالت سره تړاو ولري چې يوه خوا به يې د اقتصادي پرمختيايي انډول ټيټوالی وي او بله خوا يې لا مهمه ده چې د چيني توليداتو دجوړولو سويې د لوړوالي پلان له لارې به د چين اقتصاد لا لوړې سويې ته ورسيږي کوم چې پر علمي څېړنې او عصري تخنيکونو به تکيه وکړي.که دغه بدلون راشي ، نو دا به پر نړيوال اقتصاد ستره اغيزه وکړي.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ مې کاليزې د رارسيدو پر مهال د ۲۰۱۸ کال لپاره د چین په حکومتي کاري راپور کې راغلي چې چين بايد د ورخلاصون ساحې زياتې کړي او کچه دې يې لوړه کړي او اقتصادي جوړښت او ميکانيزمونه دې بشپړ کړي څوچط د لوړې سويې لرونکې ورخلاصون له لارې لوړ کيفيت لرونکی پرمختګ وموندل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای