د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د می په ۳۱مه نېټه د اساسي قانون يوه مسوده لاسليک کړه چې له مخې به يې د پاکستان هغه قبايلي سيمې د خيبر پښتونخوا په ايالت کې شاملې شي چې پخوا د پاکستان د فېدراسيون تر مستقيم کنترول لاندې وې.
له دې نه وروسته به د يادو سيمو سياسي ادارې، عدلي او قانوني چارې او د مالياتو برخې د پاکستان له نورو سيمو سره ونښلېږي او ځايي وګړي به د نورو سيمو خلکو ته ورته او مساوي حقوق او مسؤليتونه ولري.
ياده سيمه د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت او افغانستان په منځ کې پرته ده او نفوس يې څه نا څه پنځه مليونه تنه دی چې زياتره يې پښتانه دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |