CRI Online

شانګهای همکارۍ سازمان اړوندو هېوادونو ته د اوږدې مودې لپاره د ستراتيژيکې همکارۍ فرصت برابرولی شي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-01 16:15:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په دې هکله چې په چينګ داو ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه به ژر تر سره شي، په چين کې د ايران پخواني سفير او په تهران کې د سوداګريزې ټولنې د چيني پروژو سلاکار وردي نجاد په دې وروستيو ورځو کې زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د شانګهای همکارۍ سازمان اړوندو هېوادونو ته د اوږدې مودې لپاره د ستراتيژيکې همکارۍ فرصت برابرولی شي.

وردي وويل چې د ياد سازمان چوکاټ له ختيځې اسيا څخه لويديځې اسيا ته او له چين څخه ايران ته پراخيږي او بېلا بېلو اړوندو هېوادونو ته د اوږدې مودې لپاره د ستراتيژيکې همکارۍ فرصت برابرولی شي.هغه وويل (اواز............)په ځايي سيمه کې دوه سترې پروژې د يادونې وړ دي چې يوه يې د شانګهای همکارۍ سازمان او بله يې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز دی چې دا نه يوازې اسيايی خلکو ته مستقيمې ګټې رسولی شي بلکې د يوې سمسورې اسيا د ابادۍ لپاره خوځنده ځواک هم برابرولی شي. دغه سمسوره اسيا په اقتصادي. کلتوري، امنيتي او سياسي چارو کې ډېرې ترقۍ او پرمختګونه موندلی شي.دغه دوه پروژې جلاکېدونکې نه دي بلکې يو له بل سره اړيکې لري.اړوند هېوادونه د دې سازمان تر چوکاټ لاندې په اقتصادي او امنيتي برخو کې متقابلې همکارۍ پياوړې کولی شي او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز تر ملاتړ لاندې د بنسټيزو تاسيساتو په برخو کې هم همکارۍ پياوړې کولی شي.

هغه وويل چې په اسيا کې د بېلا بېلو هېوادونو ګټې يو له بل سره تړلي دي.د شانګهای همکارۍ سازمان په دې سيمه کې مهم رول لوبوي چې ايران به ترې ډېرې ګټې واخلي.هغه وويل(اواز.........) د شانګهای همکارۍ سازمان نه يوازې زمونږ لپاره امنيت او ثبات بلکې خلکو ته يې نيکمرغي هم رسولې ده او د دې سازمان له لارې له نورو سيمو سره په تګ راتګ کې د اسيايي خلکو ګټې په لا ښه توګه ساتل کېدای شي.نو ځکه چين او ايران چې د اسيا په دوو قطبونو کې واقع دي او د متقابل تګ راتګ کې اوږد تاريخ لري ، بايد په پر له پسې توګه يو له بل سره همکارۍ پياوړې کړي او د ياد سازمان او د يوکمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې دې د يوې سمسورې اسيا د ابادۍ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

د هغې پوښتنې په هکله چې د شانګهای همکارۍ سازمان د يو څارونکي هېواد په توګه ايران په دې سيمه کې څه رول لوبولی شي،وردي دې ته په ځواب کې وويل چې ايران د يو پوره خپلواک لوی هېواد او د دې سازمان د يوه څارونکي هېواد په توګه د لويديځې اسيا د خپلواکۍ د ساتلو لپاره يو مهم ځواک دی.

هغه وويل(اواز...........) ايران د شانګهای همکارۍ سازمان د يوه څارونکي هېواد په توګه نه يوازې په لويديځه اسيا، منځني ختيځ او فارس خليج کې د دې سازمان اغيزه زياتولی شي بلکې د دې سازمان لپاره سيمه ييزې سرچينې او پټ ځواکونه هم رسولی شي.له دغو پټو ځواکونو څخه سيمه ييز امنيت تر ټولو ډېر مهم دی . زما په اند ايران د شانګهای همکارۍ سازمان لويديځه کلا ده، نو امنيت او ثبات يي د ياد سازمان لپاره مهم رول لوبوي. سربېره پردې ايران د دې سازمان لپاره د نفتو، طبيعي ګازو او برېښنا په شمول انرژۍ او سرچينې او ځيني اړوند متخصصين او مسلکي خدمتونه هم برابرولی شي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه به د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر حسن روحاني په ياده سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او په دې غونډه کې د ګډون ترڅنګ به له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. وردي دې ليدنې ته تمه لري او باور لري چې دغه ليدنه به بريالۍ وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای