د شينجيانګ د کورلا د اقتصاد او تکنالوژۍ انکشافي سيمې له تېرو څو کلونو راهيسې د انټرنيټ، لويو معلوماتو او د وريځې محاسبې صنعت د پرمختګ لپاره هڅې کړې، د انټرنيټ او صنعت ترمنځ د پيوستون په لور يې ګامونه پورته کړي او د يون شان په نوم انکشافي سيمه يې جوړه کړې ده.
د کورلا د اقتصاد او تکنالوژۍ انکشافي سيمې د کاپوهانو خدمتي مرکز مرستيال مدير جانګ جيان خبريال ته وويل، چې تر اوسه پورې ۴۳۰ تصدۍ په ياده انکشافي سيمه کې ميشت شوي، په ۲۰۱۷ کال کې د توليداتو کلنی ارزښت يې ۶۷۶ مليونه يوانه و.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |