CRI Online

تبصره ‎: د چين او امريکا لخوا د واشنګټن ګډو نظريو د عملي کېدو لپاره کليدي ټکی په يو لور ګامونه پورته کول دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-03 16:10:04

د جون له ۲مې نېټې نه تر ۳مې نېټې پورې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، د چين مرستيال صدراعظم او د چين او امریکا ترمنځ د اقتصادي ډيالوګ په اړه د چين لارښوونکي ليو هه د چيني پلاوي په مشري په بېجينګ کې د امريکا د سوداګرۍ وزير ويلبور روس تر مشرۍ لاندې د امريکا له پلاوي سره د اقتصاد او سوداګرۍ په اړه سلامشوره وکړه. د چين لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې، دواړو خواوو په واشنګټن کې د تر لاسه شويو ګډو نظريو د عملي کولو او د کرنې او انرژۍ په ساحو کې د ښه تګ راتګ په اړه د نظريو تبادلې وکړې او مثبتې او مشخصې پرمختياوې تر لاسه کړې. اړوند مشخصات د دواړو خواوو د وروستي تصدیقولو ته اړتيا لري . د امريکا د سوداګرۍ وزير روس وويل، چې تر اوسه پورې له چين سره ډيالوګ دوستانه او صميمي دی او محتويات يې د صادراتي توليداتو د ډولونو په اړه دي.

د چين په ياده اعلاميه کې درې کليدي ټکي شته چې داسې دي: د ګډو نظريو عملي کول، ښه تګ راتګ او مثبتې او مشخصې پرمختياوې. د ګډو نظريو عملي کول د ياد ډيالوګ موخه ده، ښه تګ راتګ د ياد ډيالوګ لاره ده او مثبتې او مشخصې پرمختياوې د ياد ډيالوګ پايله ده. دغه درېواړه يو له بل سره نژدې اړه لري او کوم يو له منځه نه شي وړل کېدای. د خپاره شويو معلوماتو له مخې، د ياد ډيالوګ عمده ټکی د کرنې او انرژۍ په اړه دی او په دغو دوو برخو کې مثبت پرمختګ د دواړو خواوو له ګټو سره سمون خوري.

همدارنګه، په دغه اعلاميه کې د چين په قول د چين او امريکا ترمنځ هره پايله دې په يو لور د ګامونو د پورته کولو او د سوداګريزې جګړې د نه رامنځته کېدو پر بنسټ تر لاسه شي. که امريکا د ګمرکي مالياتو د زياتولو په شمول بنديزونه ولګوي، د دواړو خواوو په ډيالوګ کې هيڅ پايله به عملي نه شي. دا د چين رويه او سره کرښه ده او په واشنګټن کې د دواړو خواوو په سلامشورې کې د ګډو نظريو د پلې کېدو کلي هم ده.

د چين دغه رويه دليله ده. چين ته د وزير روس د سفر نه څو ورځې مخکې، امريکا ناڅاپه مخ واړوه او اعلان يې وکړ چې د جون له ۱۵مې نېټې نه مخکې به امريکا ته د پنځوس مليارډو امريکايې ډالرو په ارزښت د چين د صادراتي صنعتي او تخنيکي توليداتو لېست خپور شي چې ورباندې به ۲۵٪ ګمرکي ماليات ولګوي. ځينو خبري رسنيو خبر ورکړ چې که د امريکا کاري ګروپ له چين سره ګډې نظريې ته ونه رسېږي، روس ښايي چين ته سفر ونه کړي. خو بالاخره روس له ټاکلي وخت نه مخکې بېجينګ ته راورسېد او خبرو اترو ته لېوالتيا يې څرګنده کړه. دا د بهرنيو خواوو د حيرانتيا سبب ګرځي. له دې څخه څرګندېږي چې د خبرو اترو ترڅنګ نښته کول د چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ د سلامشورې په اړه نوې بڼه ده.

د امريکا د سوداګرۍ وزير روس وويل، چې له چين سره دا ځل ډيالوګ دوستانه او صميمی دی. څرنګه چې اړوند مشخصات به د دواړو خواوو لخوا ومنل شي او د امريکا پلاوي اړوندې پايلې ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړي، نو اوس تائيد کېدای نه شي چې په راتلونکې کې به څه حالت رامنځته شي. په دې برخه کې به چين سړه سينه وساتي او د هر ډول حالت لپاره به چمتوالی ونيسي.

په واشنګټن کې د تر لاسه شويو ګډو نظريو له مخې، په راتلونکې کې به چين او مريکا د توليدي چارو، عالي او عصري علمي تخنيکي توليداتو او خدمتي چارو په برخو کې د همکاريو په اړه سلامشوره وکړي. د چين ټول کوښښونه تر زياته حده د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو د ساتلو لپاره تر سره کېږي. د امريکا حکومت د خلکو د ګټو لپاره به کار وکړي او که نه؟ له چين سره په يو لور د ګام پورته کول به د امريکا د رويې د ازموينې لپاره ښه اکسير وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای