CRI Online

چين د پوهنې ملکيت حق په برخه کې د غښتلي ابتکاري هېواد د ګرځېدو لپاره خپل ګامونه اوچت کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-04 15:21:23

په ۲۰۰۸ کال کې د چين حکومت د پوهنې ملکيت حق په اړه ستراتيژيک نصاب جوړ کړ او د پوهنې ملکيت حق ساتنه يې د يوې دولتي ستراتيژۍ په توګه وټاکله چې دا په راتلونکي يوه اوږده موده کې د چين له خوا د ابتکاري هېواد د جوړولو لپاره لارښوونکي سند هم وي.په دې وروستيو ورځو کې زمونږ خبريال د چين او بريټانيا له کارپوهانو او عالمانو سره مرکې وکړې .دوي په اتفاق سره وويل چې له لسو کلونو راهيسې د چين حکومت د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په برخه کې ډېر کوششونه کړي چې په دې برخه کې موندل شوي پرمختګونو په نړۍ کې د دوهمې لويې اقتصادي ډلې په توګه د چين د ټاکل کېدو لپاره مهمه زمينه برابره کړې ده.

لس کاله دمخه د چين حکومت د پوهنې ملکيت حق د چارو پرمختګ لپاره لارښوونکی سند جوړ کړ او تر لس کلنو هڅو او کوششونو وروسته يې د پوهنې ملکيت حق ساتنې او نوښت په برخه کې د منلو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.په عين وخت کې نړيوال بازار ته يې د چيني تصديو د داخلېدو لپاره ثابت، عادلانه ،شفاف او مطلوب سوداګريز چاپيريال هم برابر کړی دی.پروفيسر وانګ پينګ په دې برخه کې لومړی چينايي دی چې په نورو هېوادونو کې يې د حکومتي توکو اخيستلو د قانون په اړه د دکتورا درجه يې تر لاسه کړې او اوس د بريټانيا د نوټينګهام پوهنتون د حکومتي توکو اخيستلو د مرکز مسئول دی ،نوموړي وويل چې د پوهنې ملکيت حق په اړه د چين قانوني سيستم نسبتآ بشپړ دی چې نه يوازې نړيوال بازار ته يې د چيني تصديو د ننوتلو لپاره قوانين برابر کړي بلکې د تګلارې له لحاظه يې په نړۍ کې د دوهمې لويې اقتصادي ډلې په توګه د چين د پرمختګ لپاره هم مهمه زمينه برابره کړې ده.وانګ پينګ وويل(اواز..........) زمونږ حکومت د پوهنې ملکيت حق ساتنې په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي. البته تر اوسه ټولې مسئلې لاهم په پوره توګه نه دي حل شوي .په دې برخه کې مو ډېر پرمختګونه موندلي چې لومړی زمونږ قوانين بشپړ شوي او دوهم د قانون اجرا کولو او قضاوت له لحاظه د پوهنې ملکيت حق په اړه محکمې جوړې شوي چې دا د بريټانيا په پرتله اختصاصي ده،ځکه په بريټانيا کې تر اوسه د دې حق په اړه ځانګړې محکمه لاهم نه شته.

د دې هېواد د ۴۸ ډلو د کلب رئيس سټفن پيري په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې که چېرې چين غواړي چې د منځنۍ کچې پرمختللی هېواد وګرځي، بايد د تخنيکونو او نوښت په برخه کې د نړيوال لارښوونکي د ګرځېدو لپاره هڅه وکړي چې نه يوازې د مالونو د واردولو او سوداګريز ارزښت په برخه کې بلکې د تخنيکي نوښت او د انحصاري حق په اړه د غوښتنليکونو د وړاندې کولو په برخه کې دې هم په نړۍ کې مخکښ مقام ونيسي.پيري وويل (اواز..........) په دې وروستيو ورځو کې مې له رئيس شي جين پينګ سره وکتل او په دې کتنه کې يې نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ ، هغه نښه چې چين به د منځنۍ کچې پرمختللی هېواد وګرځي ،دا ده چې د تخنيکي نوښت په برخه کې به ډېر پرمختګونه ومومي.خو که دغه کار تر سره شي،زما په اند نوښت د چين ټينګ پرمختيايي لوری او بنسټيزه ستراتيژي ده.د ۲۰۲۵ کال لپاره د چين د توليداتو جوړولو په اړه پلان د چين د پرمختګ لپاره يون کليدي ستراتيژۍ ده.که دغه موخه تر سره شي،د چيني تصديو پرمختګ پرېکړه کوونکی اهميت لري.که يوازې چيني تصدۍ پرمختګ وکړي، نو د لويديځو هېوادونو له نړيوالو شرکتونو سره ډيالوګ کولی شي او ور سره همکارۍ کولی شي.

په دې وروستيو ورځو کې د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان خبر ور کړ چې تېر کال د انحصاري حق په اړه د چين له خوا د وړاندې شويو غوښتنليکونو شمېر اته څلوېښت زره اته سوه دوه اتياوو ته رسيدلی چې په نړۍ کې يې دوهم مقام نيولی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای