د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جون په ۴مه نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د يو ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
د افغان خبري رسنيو د خبر له مخې،ياد ځانمرګي بريد د غرمې په ۱۱بجو ۳۰ دقيقو د پوليسو په پنځمې ناڅيې کې د پوليتخنيک پوهنتون ته نژدې شوی دی. بريدګر هغه مهال خپل ځان پورې تړلي بمونه پر خپل ځان تړلي بمونه وچاودل چې د ديني عالمانو ناستې ته زرګونه کسان راغلي وو.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند خبري رسنيو د يادې پېښې پخلی کړی ،خو د بريد په اړه يې نور تفصيلات نه دي خپاره کړي.تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |