CRI Online

د قرغيزستان ولسمشرسورونبای جينبيکوف: چين ته د ده سفر له امله به د دواړو هېوادونو اړيکې لا ټينګې شي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-05 14:44:06

د قرغيزستان ولسمشر سورونبای جينبيکوف به په نژدې راتلونکې کې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي او د شانګهاس همکارۍ سازمان د مشرانو شورا په ۱۸مه غونډه کې به ګډون وکړي.د دې ليدنې نه مخکې چيني خبريالانو په ګډه له نوموړي سره مرکه وکړه.ن وويل چې قرغيزستان له چين سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د ده د دې سفر له امله به له چين سره اړيکې لا ټينګې شي.

د روانې مياشتې په شپږمه نېټه به د قرغيزستان ولسمشر سورونبای جينبيکوف له چين څخه ليدنه وکړي چې دا به د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې د ولسمشرۍ دندې له پيل راهيسې له چين څخه د ده لومړۍ ليدنه وي.هغه وويل چې اوس د قرغيزستان او چين ترمنځ اړيکې ډېرې لوړې سويې ته رسيدلي او پرمختيايي بنسټ يې کلک دی.هغه وويل(اواز............)له چين سره د ديپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې د دغو اړيکو له پرمختګ څخه ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي.په سالمه توګه مو د نيک ګاونډيتوب او دوستانه اړيکو ته پرمختګ ورکړی او د متقابل باور پربنسټ مو همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او د سياست، اقتصاد او سوداګرۍ، علومو او تخنيکونو، کلتور او ادبياتو په شمول ځينو برخو کې مو هر اړخيزې همکارۍ کړې دي په تېره بيا په امنيتي ساحه کې مو د لوړې سويې لرونکې همکارۍ ساتلې دي. ويلی شم چې د دوه اړخيزو اړيکو بنسټ ډېر کلک دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوي دوه سوه دوه اړخيز سندونه د راتلونکي پرمختګ بنسټ دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې په دې وروستيو کلونو کې د چين او قرغيزستان ترمنځ اړيکو په چټکۍ سره پرمختګ موندلی دی.له ۲۰۱۵کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د دوه اړخيزې همکارۍ د مرامنامې او له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د دواړو هېوادونو د سرحدي سيمو ترمنځ د همکاريز پلان د مرامنامې د پلي کېدو له امله په اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريز بنسټ لا ټينګ شوی دی. د دې ترڅنګ هغه وويل چې قرغيزستان به د چيني پانګوالو په شمول د بهرنيو پانګوالو د ګټو ساتنه پياوړې کړي . هغه وويل (اواز............) چين د قرغيزستان تر ټولو لوی سوداګريز همکار او عمده پانګوال دی. زمونږ په هېواد کې شاوخوا دوه زره چيني تصدۍ او شرکتونه شته دي.د هر هېواد پرمختګ پر بهرنيو پانګونو تکيه کوي.د چين د پانګونو لوړه ارزونه کوو او په قرغيزستان کې د چين پانګونو ته ارزښت ور کوو . مونږ هيله لرو چې په قرغيزستان کې پانګه اچونکې چيني تصدۍ د پانګونو او ادارې ازاد چاپيريال ولري ،ځکه چې مونږ د پانګوالو د ګټو ساتلو لپاره بشپړ قوانين لرو.

ولسمشر سورونبای جينبيکوف زياته کړه چې د چين د پانګونو له امله د ورېښمو د لرغوني لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او سيمو پرمختګ موندل شوی دی.هغه وويل(اواز.......) د چين په اړه پر پرمختيايي تجربه مې څېړلې .دچين پرمختګ د دې هېواد د مشرانو د هوښيارۍ پر بنسټ دی.د چين د تګلارو د پلي کېدو حالت مې هم ارزيابي کړی دی.د چين د کمونېست ګوند تګلارو د چين د پرمختګ لپاره پرېکړه کوونکی رول لوبولی دی.البته دا د ټولو چينايانو د ګډو کوششونو نتيجه ده.په وروستيو شلګونو کلونو کې د چين له خوا د تر لاسه شويو لاسته راوړنو ارزونه مو کړې .چين په نړيوال اقتصاد کې د اورګاډي سر په شان دي او په نړۍ کې د پانګونې مرکز ګرځېدلی دی ، نو توان لري چې د ورېښمو د لرغوني لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او سيمو د لويو پروژو د پلی کولو لپاره پانګه واچوي.

د دې مرکې په پای کې ولسمشر جينبيکوف وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سره کتنې ته سترګې په لار دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای