CRI Online

پوټين د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو په اړه تودې خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-06 16:25:20

د روسيې فدراسيون ولسمشر ولاديمير پوټين د شانګهای همکارۍ سازمان په چينګ داو سرمشریزه غونډه کې له ګډون او له چين څخه د خپلې رسمي ليدنې مخکې د مې په ۳۱مه نېټه د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون له مشر شن های شيونګ سره يوه ځانګړې مرکه وکړه او د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو او د شانګهای همکارۍ سازمان پر راتلونکي پرمختګ يې تودې خبرې وکړې.

( لومړی اواز)

جالالتماب ولسمشر پوټين، ډېره مننه چې زموږ ځانګړې مرکه مو ومنله!

دا د مې په پيل کې د روسيې د ولسمشر په توګه د ماموريت د نوې مودې تر پيل وروسته د پوټين لومړی ځل دی چې د بهرنيو خبريالانو ځانګړې مرکه يې ومنله او د ده لومړی ځل هم دی چې په کريملين ماڼۍ کې د چيني خبري رسنيو مرکه منلې ده. د دغې مرکې په پيل کې ولسمشر پوټين چينايانو ته خپلې نيکې هيلې وسپارلې او هيله يې وښودله چې هره چيني کورنۍ روغه، جوړه او نيکمرغه واوسي.

پوټين وويل چې روسيه د وفادار همکار، دوست او انډيوال په توګه له چين سره خپلو اړيکو ته په خورا درنه سترګه ګوري. روسيه او چين يو د بل ګاونډيان دي او د متقابلو ګټو پر بنسټ يې په اوسنۍ نړۍ کې بې سارې ښې اړيکې ټينګې کړې دي. په ۲۰۰۱ کال کې روسيې او چين لخوا لاسليک شوي د نيک ګاونډيتوب او همکارۍ تړون د دوو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ لپاره بنسټ ايښی دی او د خپل وطن د ابادۍ او له خلکو سره د چال چلند په شمول برخو کې د ګډو نظريو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا نورې هم نژدې شوې دي.

( دوهم اواز)

څه شی تر ټولو مهم دی؟ د چين کمونېست ګوند د ۱۹ملي کانګرس په رپوټ کې د رئيس شي جين پينګ په قول ځواب يې د خلکو ژوند ښه والی دي. دغې موخې ته د رسېدو لارې چارې بېلا بېلې دي، خو موخه مو يو شان ده. په روسيه کې زموږ يوازنۍ موخه دا ده چې د خلکو ژوند سويه لوړه کړو او بله موخه نه لري. نو پر دې بنسټ موږ هم فکر کوو چې د روسيې او چين ترمنځ اړيکې څنګه لا ټينګې کړو، د هېواد بهرنی امنيت څنګه وساتو او د عصري ابتکار، ديجټالي اقتصاد، جيني تخنيک، معاصرې همغږۍ ټولنې او هېواد او اقتصادي ادارې په اتکا څنګه د نوي ډول اقتصادي ابادۍ ته زور ورکړو. زموږ ترمنځ زياتې شريکې نظريې شتون لري. باور لرم چې يوازې په زيار ايستلو موږ نوې لاسته راوړنې تر لاسه کولای شو.

روان کال د چين لخوا د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د وړاندې کولو ۵م کال دی. د ۲۰۱۵ کال په مې مياشت کې د چين او روسيې د دولت مشرانو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د ياد وړانديز او د روسيې لخوا د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې د نښلولو بهير پيل کړی دی. له تېرو ۳ کلونو راهيسې په دې برخه کې د چين او روسیې ترمنځ همکارۍ په ابتدايي توګه اغېزمنې شوې دي چې د انرژۍ، ترانسپورټ او هوانوردۍ په شمول ځينو برخو کې د سترو پروژو زياتې همکاريزې لاسته راوړنې يې درلودې.

ولسمشر پوټين د ځانګړې مرکې په ترڅ کې د رئيس شي جين پينګ لخوا د يو کمربند او يوې لارې وړانديز لوړه قدرداني وکړه او دغه وړانديز يې ګټور، مهم او اينده لرونکی وباله. هغه پر دې ټينګار وکړ چې روسيه تل له دغه وړانديز څخه ملاتړ کوي. د روسيې او چين د پرمختيايي ستراتيژيو د نښلولو پياوړتيا به د خپلمنځي همکارۍ لا قوي پټ توان پيدا کړي. تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو عمومي اندازه ۸۷ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې پرمختيايي سرعت يې چټک ښکاري. د ولسمشر پوټين په اند دغه ډول پرمختګ دې وساتل شي او دوام دې ورکړی شي.

څو ورځې وروسته به د چين په چينګ داو ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه پرانيستل شي. دا به د دغه سازمان د غړيو هېوادونو تر زياتوالي وروسته د دولت مشرانو ترمنځ لومړۍ غونډه وي. پوټين څرګنده کړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان د خپلو غړيو تر زياتولو وروسته اوس د ګردې کردې سازمان ګرځېدلی دی. هغه د دغه سازمان پر راتلونکي پرمختګ پوره باور لري.

( درېيم اواز)

موږ البته د نورو هېوادونو په مقابل کې نه يو، بلکې مو د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ پوره او هراړخيزې همکارۍ تامينوو او اسانتياوې برابروو، هر چېرې چې داسې هېوادونه د نړۍ په کوم ځای او کومه لويه وچه کې پراته دي. د دغو هېوادونو د قواوو سره يو ځای کول به بې شکه زموږ د خپل پرمختګ مهم سبب او پر نړيوالو حالاتو مثبت اغېزمن عوامل وګرځي.

په چينګ داو سرمشريزه غونډه کې له ګډون مخکې ولسمشر پوټين به هم د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. له ۲۰۱۳ کال نه راپدېخوا دواړو مشرانو يو له بل سره نژدې اړيکې ساتلې چې په خپل منځ کې څه باندې ۲۰ کتنې يې د ټولې نړۍ د پاملرنې وړ ګرځېدلې دي. د دغې مرکې په مهال کې پوټين په ځانګړي توګه له خپل دايمي ملګري شي جين پينګ سره د تګ راتګ جذيات او خاطره ياده کړه. هغه وويل چې رئيس شي جين پينګ يوازنی بهرنی مشر دی چې ور سره يې د زوکړې ورځ ولمانځله. د ده په اند، رئيس شي يو ښه همکار او د باور وړ وفادار ملګری دی.

( څلورم اواز)

په هغه ورځ د خپلو کارونو تر پای ته رسولو وروسته رئيس شي را سره د زوکړې ورځې ولمانځله وکړه. هغه مينه ناک دی، له نورو سره صميمانه چلند کوي او په کار کې هم د باور وړ همکار دی. هغه د نورو زياتو مشرانو په څېر د کاري نتيجو د پراخولو هڅه کوي او د خپلو خلکو د هوساينې لپاره کار کوي. هغه پر ستونزو له څېړنې سره علاقه لرونکی وتلی کس دی. ور سره پر نړيوالو سياسي او اقتصادي مسئلو بحث ډېر يو د خوشحالۍ کار دی.

په ۲۰۱۶ کال کې د G20 د هانګجو سرمشريزې غونډې په څنډه کې پوټين له روسيې څخه يو بکس ايسکريم له ځان سره راوړل او د تحفې په توګه يې شي جين پينګ ته ورکړل. دا د عامو خلکو په خوله يوه خوندره کيسه ده. هغه به چين ته د دغه سفر لپاره څرنګه تحفه چمتو کړي؟ پوټين دغې پوښتنې ته په ځواب کې په خندا وويل چې تحفه البته لرم. خو د اوس لپاره يې راز ساتم.

د ځانګړې مرکې په ترڅ کې د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون مشر شن های شيونګ داسې معلومات ورکړل: اوس د چين نړيوالې راډيو په يو APP کې يو کامپين روان دی چې نوم يې څوک د پوټين مينه وال دی. له يوې اوونۍ راهيسې کابو ۱۰ مليونو چينايانو پکې برخه اخيستې. ښاغلي شن های شيونګ د دغو چيني برخه اخيستونکو په استازيتوب له پوټين څخه زياتې خوندورې پوښتنې وکړې. پوټين بيا هم په خوشحالۍ سره ځوابونه ورکړل.

( پنځم اواز)

پوښتنه: ستا په نظر کومه يوه لوبډله به د فوټبال په دغه نړيوال جام کې لومړی ځای ونيسي؟

ځواب: دا ستونزمنه ده. د ډېرو هېوادونو لوبډلې د اټلولۍ امکانات لري.

پوښتنه: ستاسو تر ټولو خوښ فوټبال لوبغاړی کوم يو دی؟

ځواب: د روسيې او شوراوي اتحاد د لوبغاړو په منځ کې زما تر ټولو خوښ لوبغاړی Lev Yaxin دی. د بهرنيو لوبغاړو په منځ کې پېلي زما تر ټولو خوښ دی. Maradonaهم زما ډېر خوښېږي.

پوښتنه: تاسو اوس څه ډول سپورټ ل کوئ؟ هره ورځ د ادمان لپاره څومره وخت لګوئ؟

ځواب: هره ورځ دوه يا دوه نيم ساعتونه د بدني روزنې لپاره لګوم، کله جيم کوم، کله لامبو وهم. که روزونکی را سره وي، نو د جودو تمرين هم کوم. په ځينو وختونو کې د يخي هاکي لوبه کې هم ګډون کوم.

په دغه ځانګړې مرکه چې تقريباً نيم ساعت يې دوام درلود، پوټين د روسيې او لويديځو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او کوريا ټاپووزمې په شمول د نړيوالو تودو مسئلو په اړه پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل. پر روسيې د لويديځو هېوادونو د اقتصادي بنديز په اړه پوټين څرګنده کړه چې ټول غير قانوني بنديزونه او نړيوال اقتصادي پرمختګ ته زيان رسېدونکې تګلارې به په تدريجي توګه له منځه يووړل شي. هغه غواړي چې له لويديځو هېوادونو سره خپلې اړيکې په يوه ځانګړي ډول عادي شي. د کوريا ټاپووزمې په اړه هغه وويل: روسيه او چين نژدې حتی يو شان دريځ لري چې له کوريا ټاپووزمې څخه ټولې ذروي وسلې پاکې او سيمه ييز خړپړ حالات ارام شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای