CRI Online

د شانګهای روحيې په مشرۍ د شانګهای همکارۍ سازمان د همکارۍ نوي فصل ته ننوځي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-07 15:36:32

د شانګهای همکارۍ سازمان د چينګ داو سرمشريزه غونډه به د جون له نهمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې تر سره شي.په ۲۰۰۱ کال کې د ياد سازمان له جوړېدو راهيسې بېلا بېلو غړو هېوادونو د متقابل باور ،دوه اړخيزې ګټې، مساوات، سلامشورې ، د مختلف تمدنونو درناوی او د ګډ پرمختګ د غوښتنې په اړه له شانګهای روحيې سره سم په پر له پسې توګه متقابل سياسي باور او خپلمنځي واقعي همکارۍ او کولتور پياوړی کړی او په ياد سازمان کې د هند او پاکستان د ګډون لپاره راجلب کړی دی.اوس د شانګهای روحيه د شانګهای همکارۍ سازمان د بېلا بېلو غړو هېوادونو لپاره د پرمختګ د موندلو په بهير کې د روحيې خوځنده ځواک ګرځي.

له ۱۷ کلونو مخکې د شانګهای همکارۍ سازمان په شانګهای کې جوړ شو او په ۲۰۰۲ کال کې يې د متقابل باور ،دوه اړخيزې ګټې، مساوات، سلامشورې ، مختلف تمدنونو درناوۍ او د ګډ پرمختګ د غوښتنې په اړه شانګهای روحيه د دې سازمان په منشور کې ليکل شوې ده.له لسګونو کلونو راهيسې د شانګهای روحيې په مشرۍ د ياد سازمان غړو هېوادونو د سيمه ييز برخليک د ګډې ټولنې د جوړېدو لپاره کوښښ کړی چې د دې سازمان د پرمختګ بنسټيزه مفکوره ګرځېدلې ده.

په تېرو لسګونو کلونو کې د اقتصاد د نړيوال کېدو د پرمختګ له امله نه يوازې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينګې شوې،بلکې توپيرونه او ناثابت خطرونه هم رامنځته شوي دي.د ايران د شهيد بهشتي پوهنتون کارپوه موسن شارياتينيا وويل چې د شانګهای روحيه په سوله ييزه توګه د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ توپيرونو د لېرې کولو او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره مثالونه برابر کړي دي.

(اواز ۱)

زما په اند د شانګهای روحيه زموږ لپاره د توپيرونو د حلولو او د همکارۍ د پياوړتيا يو مهم سامان دی.په راتلونکو څو کلونو کې يوروشيا ، په تېره بيا د يوروشيا ختيځه سيمه د نويو پرمختيايي هېوادونو لپاره ستراتيژيک موقعيت مهم دی.د اړوندو هېوادونو ترمنځ سرحدي توپيرونه او ګډې ګټې شته.د شانګهای روحيه په سوله ييزه توګه د توپيرونو د لېرې کولو او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او سلامشورو د پياوړتيا لپاره مثالونه وړاندې کړي.

په پيل کې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه يوازې چين ،روسيه،قزاقستان، قزاقستان،قرغيزستان،تاجکستان او ازبکستان وو.تېر کال هند او پاکستان هم په دې سازمان کې ګډون کړی او تر اوسه پورې افغانستان، بيلاروس، ايران او مغولستان د ياد سازمان د کتونکو هېوادونو په توګه منل شوي او د ترکيې او نيپال په ګډون شپږ هېوادونه د ډيالوګ همکاران دي.په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ وويل، له دې څخه څرګندېږي چې د نوې زمانې په وړاندې د شانګهای روحيه غښتلی ځواک او اغېزې لري.

(اواز ۲)

په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم ،د بهرنيو چارو په ډګر کې دې لومړی د نوي ډول نړيوالې اړيکې ټينګې کړو او د بشري برخليک ګډه ټولنه جوړه کړو.زما په اند دا په نوې زمانه کې د شاهکای روحيې نوې څرګندونې دي.موږ بايد د دې مفکورې له لارې د شانګهای روحيه پلې کړو او د متقابل باور او د ګډو ګټو پر بنسټ د مساوي سلامشورې له لارې د نوي ډول نړيوالې اړيکې ټينګې کړو.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای