CRI Online

د شينجيانګ د کاشغر اقتصادي انکشافي سيمه د شانګهای همکارۍ سازمان د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ لپاره مهم رول لوبولی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-06-08 15:59:26

د شينجيانګ د کاشغر اقتصادي انکشافي سيمه د چين د امتيازو تګلارو د ملاتړ له امله ورځ په ورځ د چيني او بهرنۍ پانګې ،تخنيکونه او غوره کسان راجلبوي چې په منځنۍ او جنوبي آسيا کې د اقتصادي او سوداګريزو چارو د پرمختګ لپاره يې خوځنده ځواک برابر شوی دی او د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو او د شانګهای همکارۍ سازمان د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ په بهير کې يې ستر رول لوبولی دی.

کاشغر د چين په لوېديځ کې پروت دی او په تاريخ کې د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې د چيني او بهرنيو سوداګرانو د راغونډولو مهم ځای او نړيوال سوداګريز مرکز و.اوس په دې سيمه کې د هېواد د لومړۍ کچې پنځه بندرونه شتون لري او کولی شي چې د قرغيزستان،تاجکستان،افغانستان،پاکستان،هند،ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان په ګډون د منځنۍ او جنوبي اسيا اتو هېوادونو ته ورسېږي او په يادو اتو هېوادونو کې اکثريت د شانګهای همکارۍ سازمان غړي يا کتونکي هېوادونه دي.په ۲۰۱۰ کال کې د چين مرکزي حکومت د کاشغر د اقتصادي انکشافي سيمې د جوړولو منظوري ورکړه چې د دې سيمې ځانګړی امتياز په بشپړه توګه غوره شوی او ستر پرمختګ يې ترلاسه کړی دی.د کاشغر د اقتصادي انکشافي سيمې د مالياتو د ساتنې مجموعي سيمې د ادارې کميټې مدير بای څان وويل کاشغر ځانګړی سيمه ييز غوره والی لري، که موږ د يو نيم ساعته هوايي دايره وټاکو ، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د منځنۍ او جنوبي اسيا د مهمو هېوادونو اقتصادي مرکزونه د يادې هوايي دايرې په چوکاټ کې شاملېدلای شي.دغه راز په اسيا او اروپا کې د کاشغر موقعيت مهم دی.

په شينجيانګ کې د کارګرانو شمېر ډېر دی،خو صنعتي بنسټ يې نسبتا کمزوری دی، کوم چې د خلکو د ژوند معيارونو د ښه والي محدوديت يو مهم فکتور دی. د مرکزي حکومت د مرستندويه تګلارو د پلي کېدو له امله زيات شمېر شرکتونه د کاشغر اقتصادي انکشافي سيمې ته ننوتلي چې د خپل ځان د پرمختګ په وخت کې يې د سيمه ييز اقتصاد د سمسورتيا، د استخدام مسئلې د حلولو او د خلکو عايد د زياتوالي لپاره اغېزمنه مرسته کړې ده.

د کاشغر د مالياتو د ساتنې مجموعي سيمه د کاشغر د اقتصادي انکشافي سيمې د يوې مهمې برخې په توګه په ۲۰۱۷ کال کې يې صادراتي سوداګريز ارزښت له ۶۰ مليونو امريکايي ډالرو څخه اوښتی و او د مالونو د لېږدولو اندازه يې ۱۸۵۶ ټنو ته رسېدلې ده.د کاشغر د اقتصادي انکشافي سيمې د مالياتو د ساتنې مجموعي سيمې د ادارې کميټې مدير بای څان وويل چې په راتلونکي کې به د مالياتو د ساتنې مجموعي سيمه په فعاله توګه د چين او قرغيزستان ترمنځ د نړيوالو سړکونو د جوړولو لپاره کوښښ وکړي او د چين او پاکستان ترمنځ د سړکونو ټرانسپورټ به پراخ کړي څو چې د شانګهای همکارۍ سازمان د بېلا بېلو غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ لپاره خدمتونه وکړي.

موږ له قرغيزستان،ازبکستان،تاجکستان او پاکستان سره اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ ساتو،دا يوازې پيل دی.د شانګهای همکارۍ سازمان د چينګ داو سرمشريزې غونډې له غوښتنې او د دې سازمان د تېرو دورو غونډو له روحيې سره سم به د مالياتو د ساتنې مجموعي سيمه په جنوبي شينجيانګ کې د يو مهم پرانيستي ډګر او د يوازينۍ ګمرکي ځانګړې ادارې سيمې په توګه ستر رول ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای