CRI Online

افغانستان کې پر څو امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله ۳۷ کسان وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-10 09:25:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په شمال کندوز ولايت او لويديځ هرات ولايت کې يو شمېر امنيتي پوستې د جون د نهمې نېټې او اتمې نېټې په شپې د وسله والو طالبانو له بريدونو سره مخامخ شوې چې له امله يې د امنيت ساتونکو او سرتېريو په شمول لږترلږه ۳۷ کسان وژل شوي دي.

د کندوز ولايت د پوليسو وياند په نهمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې وسله والو طالبانو په همدې ورځ د دغه ولايت پر څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل او تر ۲۰ زيات امنيت ساتونکي يې ووژل. له امنيتي ځواکونو سره د شخړې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو لږترلږه۱۲ غړي وژل شوي دي.

د هرات ولايت د پوليسو وياند هم دغه خبر په ډاګه کړ چې د وسله والو طالبانو يوشمېر غړو د اتمې نېټې په شپه د دغه ولايت په لويديځ پر يوې پوځي پوستې بريد وکړ او لږترلږه ۱۷ سرتېري يې ووژل او يو بل يې ټپي کړ. وسله والو د دغې پوستې موټرونه او وسلې نيولې او پوسته يې په بمونو الوځولې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای