CRI Online

انتونيو ګوترېس د کوچني اختر په موده کې د وسله والو طالبانو د اوربند هرکلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-06-10 16:52:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م سرمنشي انتونيو ګوترېس د جون په ۹مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره هرکلی وکړ چې افغان وسله وال طالبان به د کوچني اختر په موده کې په ټول افغانستان کې ۳ ورځنی اوربند وکړي.

ګوترېس ويلي چې د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري. بلکې يوازې په سياسي حل لارې ياده شخړه پای ته رسېدلی شي.نوموړي له اړوندو خواوو څخه وغوښتل چې فرصت وښيي او له تاوتريخوالي څخه دې لاس واخلي.

افغان طالبانو د روانې مياشتې په ۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د کوچني اختر په موده کې به له افغان حکومت سره ۳ ورځني اوربند وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای