د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۰مه نېټه په چينګ داو کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خپلو خبرو کې وويل چې چين او افغانستان دوديز دوستانه ګاونډي هېوادونه دي.دواړه هېوادونه تل د يو بل په اړه پوهېدلي او يو پر بل يې باور او ملاتړ کړی.د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزو او دوستانه اړيکو ټينګېدل د چيني حکومت نه بدليدونکی اصل دی.هغه زياته کړه چې د افغانستان د دايمي سولې او امنيت د رامنځته کېدو کېلي د افغانانو تر لارښوونې لاندې د سوله ييز بهير پرمخبيول او ټينګول دي.چين د افغان حکومت ملاتړ کوي چې د روغې جوړې بهير د چټکتيا لپاره يې کوښښ کړی او له سياسي لارې يې د افغان مسئلې حل غوښتی.
غني د شانګهای همکارۍ سازمان د چينګ داو سرمشريزې غونډې د بريالۍ کېدو په پار چين ته مبارکي وويله.هغه وويل چې افغانستان د چين له خوا د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز او د سيمه ييزې همکارۍ د پياوړتيا په اړه د چين ادعا ملاتړ کوي او غواړي په بېلا بېلو برخو او سيمه ييزو چارو کې دوه اړخيزه همکاري ورسره پياوړې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |