CRI Online

په چينګ داو ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2018-06-11 15:55:27

په چينګ داو ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو شورا اتلسمه غونډه د روانې مياشتې د لسمې نيټې په ماښام د چين د شان دونګ ولايت په چينګ داو ښار کې پای ته ورسيده.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د شانګهای روحيې د خپرولو او د دې سازمان د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ په هکله نظر څرګند کړ چې د برخوالو استازو او کارپوهانو په منځ کې د هر کلي وړ ګرځېدلی دی.

په همدې ورځ شي جين پينګ د دې سازمان د رئيسه هېواد د دولت رئيس په توګه د شانګهای روحيې د خپرولو او د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ تر عنوان لاندې وينا وکړه او تر هر څه لومړی يې د دې هر کلی وکړ چې د هند صدراعظم ناريندرا سينګ او د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د لومړي ځل لپاره د غړو هېوادونو د مشرانو په توګه د چينګ داو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ.د ده په اند دغه سرمشريزه غونډه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو تر زياتېدو وروسته لومړۍ سرمشريزه غونډه ده او ستر اهميت لري.

رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د دې سازمان د جوړېدو له ۱۷ کلونو راهيسې په پرمختيايي بهير کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوې او هغې ارزښتناکې همکاريزې اړيکې ټينګې شوې چې يوله بل سره ملګرتيا نه ټينګوي او مقابله نه کوي او د درېيمې خوا په مقابل کې نه دي.دا د نړيوالو اړيکو د تيوريو او عملونو ستر نوښت دی او د سيمه ييزې همکارۍ نوی موډل يې هم برابر کړی او د سيمه ييزې سولې او پرمختګ لپاره يې نوی خدمتونه کړي دي.

په چين کې د روسيې د سفارت اتاشه او د دې سازمان په سکتريت کې د روسيې دايمي استازي دميتري لوکيانسيف زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د رئيس شي جين پينګ وينا د سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو په هکله څرګند قضاوت او د دې سازمان په چوکاټ کې د غړو هېوادونو ترمنځ د پراخو همکاريو تحليل هم دي.هغه وويل (اواز..........) د رئيس شي جين پينګ وينا ډېره غني او سيستماتيکه ده .هغه په خپله وينا کې د سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو ډېره څرګنده ارزونه وکړه او په دقيقه توګه يې د سياست ، سيمه ييز امنيت او اقتصاد په دريو کليدي برخو کې او په کلتوري ساحه کې د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ تحليل کړلې.سربېره پردې هغه په زړه پورې وړانديزونه هم وکړل . باور لرم چې دغه وړانديزونه به د بېلا بېلو غړو هېوادونو له خوا ملاتړ وشي او پلی شي.

هغه په خپله وينا کې همدارنګه ويلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان تل غښتلی راښکونکی او همکاريز خوځنده ځواک لري او بنسټيز لامل يې دا دی چې دغه سازمان په ابتکاري توګه د شانګهای روحيې په هکله نظر وړاندی کړ او دغه روحيه يې پلی کړې او کوي يې او ادعا کوي چې د متقابل باور،متقابلو ګټو، مساواتو او مشورو له لارې د څو ډولو مدنيتونو درناوی کيږي او ګډ پرمختګ موندل کيږي. هغه پردې ټينګار وکړ چې دغه سازمان بايد د يادې روحيې تر لارښوونې لاندې د همکاريو او هڅو له لارې د دې سازمان د برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي . په دې هکله د پاکستان د پنجاب ايالت پوهنتون د سياست څانګې مشر ډاکټر امجد عباس په دې اند دی چې د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډ برخليک د ګډې ټولنې په هکله نظر په راتلونکې کې د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د پراخو همکاريو لپاره لارښوونکی اهميت لري. هغه وويل(اواز........)د رئيس شي په وينا کې ګډ برياليتوبونه او شريکول تائيد شوی او په دې اند دی چې د دې سازمان غړي هېوادونه بايد خپل توپيرونه له منځه يوسي چې په سيمه کې هر هېواد د دې سازمان له پرمختګ څخه برخمن شي.سربېره پردې ټول هېوادونه د ترهګرۍ پرضد مبارزې کې برخمن شي ، نو بېلا بېل هېوادونه يوازې د يووالي او همکارۍ له لارې دايمي ثبات او پرمختګ موندلی شي .زما په اند د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکي پرمختګ په هکله پلان چې د ده په وينا کې ياد شوی،زيات اهميت لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای