CRI Online

په کابل کې برید وشو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-12 09:36:30

په کابل کې برید وشو

د روانې میاشتې د ۱۱ مې نیټې له غرمې وروسته د کابل په لویدیځه برخه کې په حکومتي سیمه کې د کلیو او پراختیا وزارت ته نږدې ځانمرګي برید وشو چې تر اوسه پورې پکې لږ تر لږه د۱۲ تنو وژل کیدو او ۳۱ تنه نورو ټپیان کیدلو خبر ورکړل شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزی په ټویټر کې دا څرګنده کړه چې یاد برید له غرمې وروسته په یوه بجه شاوخوا د کلیو او پراختیا وزارت په دروازه کې پیښ شو. په هماغه وخت کې ډیری کارکوونکي له دفترونو څخه د وتلو په حال کې وو.

امنیتي ځواکونو یاد ځای کلابند کړی او تر اوسه پورې هیڅ ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای