CRI Online

د چين د څو ملي لږکيو په زړه پورې اخترونه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-12 09:49:38

په چين کې پرته له لومړی لوی هان قوم نه نور پنځه پنځوس ملي لږکي ميشته دي او د دوی اخترونه ډول ډول او ښکلي دي، مثلاً د مغول قوم نادامو يعنې د لوبو اختر، د داي قوم د اوبو شيندلو اختر، د لي سو قوم په چاقو پورته کولو اختر، د يي قوم د مشعل اختر، د باي قوم د درېيمې مياشتې د لارو کوڅو اختر، د تبت قوم د څراغ اختر، د لاهو قوم د سپوږمۍ اختر او داسې نور.

مغول قوم

په مغولي ژبه کې نادامو د لوبې يا ساعتيري مانا لري او په لنډ ډول دا لوبې د مغول قوم د نارينه وو د غيږې نيولو، اس ځغلولو او غشي وهلو په شمول درې دوديزې لوبې دي. د وخت په تيريدو سره د اختر په ورځو کې پرته له يادو دريو لوبو نه نور رنګارنګ کولتوري فعاليتونه او درانده مراسم هم ترسره کيږي، مثلاً د شيانو تبادلې فعاليت دی. په پخوا زمانه کې نادامو د قرباني کولو، لښکرکشي او تاج ايښودلو او يا نورو درندو مراسمو څخه جوړيده، خو اوس دغه اختر هر کال د پسرلي اومني موسمونو په تبديلۍ کې ترسره کيږي او عموماً د همدې کال د مالداري چارو د وضيعت له مخې ټاکل کيږي، که وضيعت يې ډير ښه وي، د اختر موده به اوږديږي ، که دومره ښه نه وي، نو لنډيږي . د اختر په موده کې هنري نندارې ، د ځغاستې سيالۍ او نور اقتصادي او کولتوري نندارتونونه هم پر ځاي کيږي .

داي قوم

د داي قوم اخترونه ډير دي، مثلاً د اوبو شيندلو اختر، د دروازې پرانيستلو او تړلو اخترونه چې دغه اخترونه په بوديزم پورې اړه لري او د چين په جنوب يون نان ولايت کې د ملي لږکيو تر ټولو لوی اخترونه بلل کيږي او د برخوالو شمير يې هم ډير دی. د اوبو شيندلو اختر د داي قوم د نوي کال له جشن سره برابر دی او عموماً د عيسوي کال د اپريل په منځنۍ کې ترسره کيږي چې له دريو ورځو څخه تر يوې اوونۍ پورې دوام لري .

جوانګ قوم

د جوانګ قوم دوديز اخترونه ډير دي. مثلاً د سندرو ويلو اختر ، د نارينه وو اختر ، د پسرلي اختر ، د چورلکې اختر او داسې نور. پرته له دې نه د عيسوي کال په جون يا اکتوبر کې د نارينه وو اختر لمانځل کيږي، د ښامار د قرباني کولو اختر د دې قوم د بېلا بېلو څانګو ګډ اختر دی. د اختر په ورځ څو کورنۍ په نوبت سره د قرباني کولو لپاره کورني مرغان او حيوانات تياروي او له دې کلي څخه د نورو کليو وګړو د تيريدو اجازه نشته. د جوانګ قوم وګړي د خپل قوم د دوديزې جنترۍ له مخې په دريمه مياشت د تالند خداي د قرباني کولو عادت لري او ورپسې د پټيو خداي قرباني کوي .

مان قوم

د مان قوم کولتور د هان قوم کولتور تر اغيزې لاندې دی. مثلا د پسرلي اختر د لمانځلو مراسم تر ټولو درانده دي او د چينايانو د دوديزې جنترۍ له مخې د لومړنۍ مياشتې په پنځلسمه ورځ د څراغ اختر دی او په پنځه ويشتمه نېټه د غلودانو ګدام د ډکولو اختر دی ، د دوهمې مياشتې په دوهمه ورځ د ښامار د تړلو ورځ ده او نور اخترونه يې د هان قوم له اخترونو سره يوشان دي . د مثال په توګه د لومړۍ مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه د غلودانو ګدام د ډکولو ورځ کې په کليو کې د مان قوم وګړي سريښناکه وريجي پخوي او په خپل ګدام کې ږدي څو چې په راتلونکي کال کې ښه حاصلات لاس ته راوړي، دغه اختر د مان قوم په کليو کې ښه ساتل شوی دی .

مياو قوم

د مياو قوم اخترونه هم ډير دي ، د بېلګي په توګه د بيړيو چلولو اختر د چينايانو د دوديزې جنترۍ د څلورمې مياشتې په اتمه نېټه کې جوړيږي، د دوی لومړي لوی اختر د پسرلي اختر دی او د هان قوم د پسرلي اختر سره مشابه دی، خو د لمانځلو ورځې يې د مني د لو کولو وروسته ترسره کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای