CRI Online

د يمن جمهوريت دفاع وزارت: ۲۵۰ حوثي وسله وال يې وژلي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-12 09:44:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يمن جمهوريت دفاع وزارت د جون په ۱۱مه نېټه وويل، په تېرې اوونۍ کې د دې هېواد حکومتي پوځ په هودايده ولايت کې لږ تر لږه ۲۵۰ حوثي وسله وال وژلي دي.

ياد وزارت په همدې ورځ په خپل ويبسايټ باندې وويل چې په تېرې اوونۍ کې د سعودي عربستان په مشرۍ د څو هېوادونو ګډو پوځونو تر ملاتړ لاندې، د هودايده ولايت په جنوبي سيمه کې د يمن جمهوريت حکومتي پوځ له حوثي وسله والو سره سخته جګړه وکړه، پکې د حوثي وسله والو څه باندې ۲۰ قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۲۵۰ وسله وال وژل شوي دي. د يمن جمهوريت حکومتي پوځ همدارنګه د نورو ۱۴۳ وسله والو د نيولو خبر ورکړی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای