CRI Online

د عراق پولیسو د رایې اچولو صندوقونو د سوځولو ۴په تور تنه شکمن کسان ونیول

cri     (GMT+08:00) 2018-06-12 09:44:51

د روانې میاشتې د ۱۰ مې نیټې له غرمې وروسته په بغداد کې د رایې اچولو صندوقونو او رایو حسابولو بریښنایي ماشینونو دری زیرمتونونه وسوځول شول.

د عراق د عدلیې څانګې د روانې میاشتې په ۱۱ مه نیټه وویل چې په همدې ورځ پولیسو د ملي پارلمان د انتخاباتو لپاره د رایې اچولو صندوقونو د سوځولو په تور ۴ تنه شکمن کسان نیولي دي.

د عراق د عدلیې د عالي کمیټې په همدې ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د محکمې د امر سره سم ۳ پولیس او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو کارکوونکی د پیښې سره په تړاو نیول شوي دي چې د رایې اچولو د صندقونو په سوځولو شک پرې کيږي.

د روانې میاشتې د ۱۰ مې نیټې له غرمې وروسته په بغداد کې د رایې اچولو صندوقونو او رایو حسابولو بریښنایي ماشینونو دری زیرمتونونه وسوځول شول.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای