CRI Online

انګيلا ميرکل:اروپايي هېوادونه بايد يو له بل سره يو لاس شي او د چين په شمول له نورو هېوادونو سره دې نژدې همکارۍ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-12 10:19:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د المان صدراعظمې انګيلا ميرکل د روانې مياشتې په لسمه نېټه وويل چې د اوو صنعتي هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د کړنو له امله ناهيلي شوه .اروپا له اتلانتيک اقيانوس سره پر همکاريزو اړيکو تکيه نه شي کولی بلکې بايد د اروپا په دننه کې يو لاس شي او د چين په شمول له نورو هېوادونو سره دې نژدې همکارۍ وکړي.

ياده غونډه د کاناډا په قويبيک ايالت کې پای ته ورسيده او تر دې وروسته ميرکل المان ته راستانه شوه او د روانې مياشتې په لسمه نېټه يې د المان له لومړي تلويزيون سره مرکه ومنله او پکې يې په دې هکله ناهيلي وښودله چې ټرمپ ناڅاپه د دې غونډې په اړه د ګډې اعلاميې لاسليکول رد کړل. د ټرمپ پرېکړه دا معنی نه لري چې د اتلانتيک اقيانوس همکاريزې اړيکې پای ته رسيدلې دي، خو مونږ په اسانه توګه پر دغو اړيکو تکيه نه شو کولی. له دغې غونډې څخه څرګنده شوې چې که اروپا ګډه ديپلوماتيکه تګلاره غوره نه کړي،نو اروپا به له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای