CRI Online

امريکا پر روسيه باندې نوي بنديزونه لګوي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-12 10:24:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د جون په ۱۱مه نېټه اعلان وکړ چې د روسيې پر ۵ تصديو او ۳ شخصيتونو باندې به بنديزونه ولګوي. لامل يې دا دی چې دوی د روسيې فيډرالي امنيتي ادارې لپاره خدمتونه تر سره کوي او په امريکا او ملګرو هېوادونو يې انټرنېټي حملې کړې دي.

د ماليې وزارت د يادې اعلاميې له مخې، د شمېرنو امنيتي تصدۍ او د کوانت علمي اکاډمۍ په شمول نوموړي ۵ تصدۍ ښايي د روسيې په فيډرالي امنيتي ادارې پورې اړه ولري او د يا دې ادارې سره د موادو او تخنيکونو مرسته کوي. د يادو بنديزونو په ليست کې درې شخصيتونه هم په اړوندو تصديو کار کوي.

د امريکا د ماليې وزير ستيوين منوچين وويل، امريکا به په فعاله توګه هغه تصدۍ او شخصيتونه تر حملې لاندې راولي، کوم چې د روسيې د فيډرالي امنيت ادارې په اشاره امريکا ته ګواښ پېښوي، او د اړوندو بنديزونو په وسيله د روسيې لخوا بېلابېلو ګواښونه ته به ځواب ورکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای